Homeخبرونه‏د سرپل پهلوانانو لوبډله په کابل کې د وزلوبې د اووم پړاو...

‏د سرپل پهلوانانو لوبډله په کابل کې د وزلوبې د اووم پړاو اتله شوه

تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي لومړۍ) نن دوشبنه د جدي لومړۍ نېټه د سرپل پهلوانان او بدخشان چپندازان د وزلوبې اووم پړاو سیالیو پایلوبه کې میدان ته ښکته شول.

د دواړو لوریو ترمنځ له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته د سرپل پهلوانان وتوانیدل چې، خپله سیاله لوبډله د ۷ او صفر په توپیر مات کړي.

دې پایلې سره د بدخشان لوبډلې د یادو سیالیو دویم مقام ترلاسه کړ.

د وزلوبې لیګ اووم پړاو سیالۍ اونۍ وړاندې د لسو لوبډلو په ګډون کابل کې پیل شوې وې.

وزلوبه چې د افغانستان ملي دودیزه لوبه ده چې، د هېواد په ګڼ شمیر په تیره بیا شمال کې زیات مینوال لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...