یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Homeخبرونهله یوه ځنډه وروسته افغان او پاکستاني پلو په استانبول کې خبرې...

له یوه ځنډه وروسته افغان او پاکستاني پلو په استانبول کې خبرې پیل کړې

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۱۶ مه) د پاکستان پوځ او استخباراتو ته نژدې رسنۍ سما وايي د پاکستاني او افغان پلاوو ترمنځ د خبرو لړۍ په استانبول کې بېرته پیل شوې ده.

له دې وړاندې دې رسنۍ د استخباراتي سرچینو په قول راپور ورکړی و چې په سپین بولدک کې له ډزو وروسته خبرې ځنډول شوې وې.

په داسي حال کې چې راپورونه وايي چې پاکستاني ځواکونو په سپین بولدک کې پر عامو خلکو ډزې کړي او لږترلږه ۵ تنه یې شهیدان کړي، سما د خپلو راپورونو له مخې ادعا کړې وه چې د پاکستاني پلاوي غړو د افغانستان له لوري پر پاکستان د «ډزو شواهد» قطري او ترکي منځګړو ته وړاندې کړي دي.

له بلې خوا د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ویلي و چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اوربند مات شوی دی.

د وزارت په وینا، «د افغان لوري ځینو کسانو د چمن په پوله د پاکستاني پوستو پر لور بې‌ځایه ډزې وکړې، چې پاکستاني امنیتي ځواکونو ورته سمدستي او اغېزمن غبرګون وښود.»

خو دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي، پاکستان د افغانستان پر خاوره د هاوانونو او نورو وسلو بې دلیله ډزې کړي خو دوی «د مذاکراتو په احترام او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلي د مخنیوي لپاره تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.»

د طالبانو ویاند همداراز ویلي چې د مذاکراتو په تیره ناسته کې د اوربند د غځیدو او د تیري پر نه کیدو موافقه شوې وه، خو پاکستاني ځواکونو یوځل بیا سپین بولدک کې برید کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کامن ویس پښتو | جانداد جهاني

پښتو څه ته اړتیا لري؟ پښتو ژبه چې میلیونونه خلک پرې خبرې کوي، د تاریخي، کلتوري او ادبي ارزښتونو لرونکې ژبه ده. په دې وروستيو...