تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) د جرمني رسنیو د راپور له مخې، د طالبانو حکومت غواړي چې په برلین کې د افغانستان پر سفارت خپل سپین بیرغ پورته کړي او د هېواد درېرنګه ملي بیرغ لېري کړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د دې نیت له اورېدو وروسته حیرانتیا څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له دې کار سره موافق نه دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د جرمني د «ای. آر. ډي» شبکې ته ویلي، درېرنګه بیرغ به ښکته کړل شي او پر ځای به یې د طالبانو سپین بیرغ د افغانستان د سفارت پر سر ولېږدول شي.
په راپور کې ویل شوي چې له دې وروسته به یادې دیپلوماتیکې استازولۍ یوازې «د افغانستان سفارت» تر نوم لاندې فعالیت کوي — نوم چې تر دې مخکې «د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت» و.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی د دې پلان په اړه له مخکې نه و خبر، او طالبانو ته یې په څرګنده ویلي و چې باید لا هم د «د افغانستان اسلامي جمهوریت» نوم او نښانونه وکاروي — هغه حکومت چې جرمني په رسمیت پېژندلی و، خو اوس نسکور شوی دی.
سره له دې، د نړیوالو حقونو کارپوهان وایي، له قانوني پلوه جرمني نه شي کولای د طالبانو د دې اقدام مخه ونیسي.
د هامبورګ د نړیوالو حقوقو کارپوه، مارکوس کوټزر، ویلي: «هر هېواد په اصل کې کولای شي د خپل حاکمیت د نښانونو په اړه پریکړه وکړي.»
د هغه په وینا، جرمني یوازې دا واک لري چې یا له طالبانو سره اړیکې پرې کړي او یا د سفارت کارکوونکي وشړي، خو دا ګام د ده په باور د عملي نه ښکاري.
جرمني تر اوسه «د افغانستان اسلامي امارت» د قانوني حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني. خو سره له دې، برلین تازه دوه قونسلي کارکوونکي چې د طالبانو له لوري ټاکل شوي، منلي دي او ټاکل شوې هغوی به د بن او برلین د قونسلي استازولیو چارې پر مخ یوسي.
دغه بدلونونه په داسې حال کې راغلي چې جرمني له طالبانو سره د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر سر خبرې کوي چې له دې هېواده ایستل کېږي. تېره اوونۍ د جرمني یو پلاوی کابل ته تللی و او د طالبانو د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو او د کابل د هوايي ډګر له چارواکو سره یې لیدلي دي.
د جرمني حکومت ویلي چې له طالبانو سره یې خبرې یوازې د هغو افغان پناه غوښتونکو د منلو په اړه دي چې د اخراج پرېکړه یې شوې ده.