تاند (پنجشنبه، د تلېږ/ میزان ۱۷ مه) په شل اوره سیالیو کې له درو سر په سر ماتو وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، بنګله دېش ته په لومړۍ پنځوس اوره یا یو ورځینۍ مسابقه کې ماته ورکړه.
افغانستان دا لومړۍ ۵۰ اوره سیالي په ۵ ویکټونو او ۱۷ اضافي توپونو وګټله.
د توقع خلاف، چې ګواکي بنګالي لوبغاړي په ښه مورال کې دي، ځکه چې هم یې درې شل اوره سیالۍ او هم یې تر دې لوبلړۍ مخکې په اسیا جام کې افغانستان ته پر له پسې ماتې ورکړې وې، د چهارشنبې په ورځ د افغانستان له لوبډلې ماته وخوړه.
د تېرو څو لوبو خلاف، دا ځل بنګله دېش لومړی بیټنګ یا توپ وهنه وکړه. دوی په داسي حال کې چې ټولټال یې ۲۲۱ منډې کړې وې، په ۲۸ اور او ۵ توپ ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.
د افغانستان په لوبډله کې، درې ځوان لوبغاړي، ننګیالی خروټی، محمدالله غضنفر او تېز باولر بشیر احمد زیات شوي وو.
ننګیالي که څه هم ًپه ۱۰ اورونو کې د بنګله دېش یو لوبغاړی وسوځاوه خو خورا اقتصادي لوبه یې وکړه. د ده د منډو اوسط ۳ اعشاریه ۲۰ و.
د غضنفرد منډو اوسط لږ لوړ و، ده ۲ لوبغاړي وسوځول او په کابو لسو اورونو کې یې ۵۵ منډې یا ۵ اعشاریه ۵۵ منډې ورکړې.
د راشدخان، چې ۳ لوبغاړي یې وسوځول، د ورکړو منډو اوسط ۳ اعشاریه ۸۰ و.
نامتو آل راونډر عظمت الله عمرزي ۳ لوبغاړي وسوځول. د ده د ورکړو منډو اوسط ۴ اعشاریه ۴۴ و.
عمرزی په بیټنګ یا توپ وهنه کې هم ښه وځلېد. په ۴۴ توپونو یې ۴۰ منډې وکړې. له همدې کبله نوموړی د دې سیالۍ غوره لوبغاړی وبلل شو.
په بیټنګ کې د افغانستان لپاره رحمان الله ګوربز په ۷۶ توپونو نیمه سیلزه وکړه. له ده سره رحمت شاه هم په ۷۰ توپونو نیمه سلیزه پوره کړه. ابراهیم ځدراڼ په ۲۵ توپونو ۲۳ او کیپتان حشمت الله شهیدي په ۳۶ توپونو ۳۳ منډې وکړې او له محمدنبي سره، چې په ۸ توپونو یې ۱۱ منډې وکړې، ونه سوځېدل.
په دې سیالۍ کې د افغانستان ټیم ډېره اتکا په باولرانو یا توپ اچوونکو وکړه. د هغوی ښه باولینګ بنګله دېش پرې نه ښود چې تر ۲۲۱ زیاتې منډې وکړې.
نننۍ سیالي دا تصور پیاوړی کوي چې ولې غضنفر او ننګیالي خروټي ته په شل اوره سیالیو کې موقع ورنه کړل شوه. ښايي هغوی د شل اوره سیالیو برخلیک هم بدل کړی وای.