جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونههند ته د امیر خان متقي سفر: د جنوبي او منځنۍ آسیا...

هند ته د امیر خان متقي سفر: د جنوبي او منځنۍ آسیا په جیوپوليټیک کې نوی بدلون

تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) یورو ایشیاریفیو خپرونې په یوه راپور کې کښلي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د یوې اوونۍ سفر چې د اکتوبر پر ۹مه به هند ته پيل شي، د جنوبي او منځنۍ آسیا په سیمه‌ییزو اړیکو کې یو مهم او برخلیک ټاکونکی پرمختګ ګڼل کېږي. دا سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې پاکستان او متحدایالتونه هڅه کوي په افغانستان او سیمه کې د هند نفوذ راکم کړي او ګډې ستراتیژیکې موخې پرمخ یوسي.

له هغې وروسته چې په مې میاشت کې د هند او پاکستان پوځي شخړه رامنځته شوه، اسلام‌اباد او واشنګټن خپلو اړیکو ته نوی لوری ورکړی او غواړي په ګډه د منځنۍ او جنوبي آسیا په چارو کې، په ځانګړي ډول د افغانستان په برخه کې، ستراتیژیک حضور وساتي.

هند، سره له دې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا (UNSC) د بندیزونو له امله د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، بیا هم له کابل سره نژدې اړیکې ساتي. د هند نفوذ په افغانستان کې د خلکو د هوساینې او بنسټیزو پرمختیایي پروژو له لارې پياوړی شوی و. خو اوس دغه نفوذ د واشنګټن او اسلام‌اباد د نوي ائتلاف له امله له جدي ننګونو سره مخامخ دی.

پاکستان هڅه کوي د افغانستان حکومت د دوو “اړیکو ډلو” له لارې تر نفوذ لاندې راولي — یوه یې د اوزبکستان او بله یې د چین په مشرۍ ده — خو په همدې حال کې متحد ایالتونه د بګرام هوايي اډې د بېرته فعالېدو غوښتنه کوي، چې کابل په ښکاره ورسره مخالفت کړی دی.

د یادونې وړ ده چې واشنګټن او اسلام‌اباد دواړو د هند هڅې رد کړې چې د ملګروملتو د امنیت شورا بندیزونه لېرې کړي تر څو متقي وکولای شي هند ته سفر وکړي. که څه هم دا سفر ښايي د طالبانو د رژیم د رسمیت پېژندلو سبب نه شي، خو تمه ده چې د دواړو هېوادونو اړیکې ژورې او باثباته کړي.

هند له پيله د هغو افغانانو ملاتړ کړی چې د کلونو جګړو له امله سخت ځپل شوي — لومړی د شوروي اتحاد له یرغل او وروسته د امریکا او پاکستان د ملاتړ لرونکو ځواکونو له جګړو.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان پر کابل واکمن شوي، هند افغانستان ته نژدې ۵۰ زره ټنه غنم، تر ۳۳۰ ټنو څخه ډېر درمل او واکسینونه، ۴۰ زره لیټره حشره وژونکې مواد او ګڼ نور ضروري توکي استولي دي، چې د میلیونونو افغانانو د لوږې او ناروغۍ په مخنیوي کې مهم رول لري.

د ۲۰۲۵ د سپټمبر د زلزلې له ناورین وروسته، هند ۱۰۰۰ کورنۍ خیمې او ۱۵ ټنه خوراکي توکي واستول، او ورپسې یې ۲۱ ټنه نور مرستندوی توکي لکه درمل، د حفظ‌الصحې کڅوړې، کمپلې او جنراتورونه ولېږل.

هند په ۲۰۲۴ کال کې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانست، خو لا یې هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د ۲۰۲۵ په مارچ کې، هند د طالبانو استازي ته اجازه ورکړه چې د افغانستان د سفارت مشري په نوي ډیپلومات سره پرمخ یوسي. اوس هند پلان لري چې په کابل او ولایتونو کې د خپلو دیپلوماتیکو دفترونو بشپړ فعالیتونه بېرته پیل کړي. تمه ده چې دواړه هېوادونه سفیران تبادله کړي او په ممبۍ او حیدرآباد کې افغان قونسلګرۍ هم پرانیستل شي.

د ترهګرۍ ضد همکاري د هند او طالبانو د اړیکو مهمه برخه ده. طالبان ۲۰۲۵ په اپریل کې د پهلګام تروریستي  برید وغانده چې د لشکر طیبه یوې څانګې، پاکستان‌پلوه د مقاومت جبهې، ترسره کړی و. دا کار د دواړو هېوادونو د ګډو امنیتي اندېښنو څرګندونه کوي.

د مې پر ۱۵مه د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر اس. جې شنکر له متقي سره په لومړنیو تلیفوني خبرو کې د طالبانو له لوري د “دروغجنو راپورونو د ردولو” ستاینه وکړه. متقي په دې خبرو کې هند یو “مهم سیمه‌ییز هېواد” وباله.

له ۲۰۲۱ کال راوروسته، د طالبانو واکمن حکومت — چې د ښځو او لږکیو د حقونو د محدودیتونو له امله منزوی شوی — اوس د نړۍ له ګڼو قدرتونو سره د اړیکو په جوړولو بوخت دی، ځکه افغانستان د ۱ ټریلیون ډالرو په ارزښت طبیعي زېرمو او مهم جغرافیایي موقعیت له امله د نړیوالو پام ځان ته را اړولی. چین او متحد ایالتونه دواړه له کابل سره د اړیکو د پیاوړتیا په هڅه کې دي، او هند هم غواړي له دې اقتصادي فرصتونو برخه واخلي.

اوس مهال طالبان د افغانستان دپه ۱۴ هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه په واک کې لري، او څو هېوادونو د طالبانو استازي منلي دي، که څه هم په رسمیت یې نه دي پېژندلي.

سیمه‌ییز او نړیوال تعامل

د افغانستان ګاونډیان، چې د امنیت، سوداګرۍ، کډوالۍ او نشه‌يي توکو له مسایلو اندېښمن دي، له کابل سره غیررسمي اړیکې ساتي تر څو د طالبانو په تګلارو اغېز وکړي.

د ۲۰۲۵ په جنورۍ کې چین د طالبانو له‌خوا د ټاکل شوي سفیر اسناد ومنل، که څه هم حکومت یې لا په رسمیت نه دی پېژندلی. وروسته چین د روسیې، پاکستان او ایران په ګډون د افغانستان لپاره یوه ارتباطي ډله (Contact Group) جوړه کړه.

د ۲۰۲۵ په جولای کې روسیې د طالبانو رژیم په رسميت وپېژانده. له دې مخکې یې طالبان د ترهګرو له لیست څخه ایستلي وو. ولسمشر ولادیمیر پوتین طالبانو ته “د ترهګرۍ ضد متحد” نوم ورکړ.

متقي د اکتوبر پر ۷مه په مسکو کې د یادې ډلې په غونډه کې ګډون وکړ.

پاکستان له ۲۰۲۱ کال راپه دې خوا له طالبانو سره اړیکې ساتلې او د کابل استازو ته یې د اسلام‌اباد د سفارت چارې وسپارلې. خو د دوی اړیکې وروسته هغه مهال خرابې شوې چې پاکستان پر طالبانو تور ولګاوه چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) او بلوچ خپلواکي غوښتونکي پوځ (BLA) ته پناه ورکوي. طالبان بیا د ډیورنډ کرښه د نړیوالې پولې په توګه نه مني، او د پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري ایستلو اړیکې لا پسې ترینګلې کړې دي.

منځنۍآسیا او طالبان

د جغرافیایي نژدېوالي له امله د ممنځنۍ آسیا هېوادونه هڅه کوي له طالبانو سره متوازنې اړیکې وساتي. قزاقستان طالبان د ترهګرو له لیست څخه وایستل، اوزبکستان او ترکمنستان یې د سفارت ډیپلوماتان ومنل او د انرژۍ او ترانزیټ ګډې پروژې عملي کوي. اذربایجان هم په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانست.

تاجکستان، د منځنۍ اسیا یوازینی هېواد دی چې د طالبانو له حکومت سره ښکاره مخالفت ښيي او د ملي مقاومت جبهې (NRF) مشرانو ته یې پناه ورکړي ده.

عربي او اسلامي نړۍ

په عربي نړۍ کې قطر د طالبانو نژدې ملاتړی دی. همدلته د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې خبرې ترسره شوې چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د بهرنیو ځواکونو د پوره وتلو لاره هواره کړه. متحده عرب امارات او سعودي عربستان هم په کابل کې سفارتونه لري او افغانانو ته قونسلي خدمات وړاندې کوي. ریاض د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د ماموریت په جوړولو کې مرسته کړې ده.

په څو اړخیزو چوکاټونو کې د افغانستان رول

د ۲۰۲۵ په اګست کې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او اوزبکستان استازو د افغانستان د اړیکو د ډلې غونډه وکړه چې موخه یې د افغانستان د ثبات، امنیت او دوامدار پرمختګ لپاره سیمه‌ییزه همکاري وه.

بلې څلور اړخیزې ډلې — روسیې، چین، پاکستان او ایران — د ۲۰۲۵ په سپټمبر کې د افغانستان له خاورې د فعالو ترهګرو ډلو لکه القاعده، TTP، BLA او مجید بریګېډ د شتون په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او له طالبانو یې وغوښتل چې د دغو ډلو د له‌منځه وړلو لپاره “مؤثر، روڼ او د باور وړ ګامونه” پورته کړي.

طالبان بیا ټینګار کوي چې دوی ترهګرۍ ته ځای نه ورکوي او د نشه‌يي موادو کښت او د ځوانانو د توندلاري توب مخه به هغه وخت ونیسي، کله چې نړیواله ټولنه د افغانستان اقتصادي ملاتړ وکړي، د دې هېواد کنګل شوي شتمنۍ ازادې کړي او د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني.

1 COMMENT

  1. WE ARE HAPPY FOR THE GOOD RELATION BETWEEN TALIBS AND INDIA,
    ALL AFGHANS ARE HAPPY FROM INDIA,INDIA IS BEST FRIEND OF AFGHANISTAN
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب