Homeخبرونهطالبانو، ځینو ولایتونو کې پر "سنپ چت" او "انسټاګرام" محدودیتونه لګولي

طالبانو، ځینو ولایتونو کې پر “سنپ چت” او “انسټاګرام” محدودیتونه لګولي

تاند (چهارشنبه د تلې ـ میزان ۱۶مه) د طالبانو حکومت په یو شمېر ولایتونو کې د خواله رسنیو پر یو شمېر پلټفارمونو محدودیتونه لګولي دي.

د خواله رسنیو یو شمېر کارکوونکو تاند ته ویلي، چې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې پر “سنپ چت” او “انسټاګرام” محدودیتونه لګېدلي دي او پرته له (VPN) کار نکوي.

دغه راز د مخابراتو وزارت سرچینو رسنیو ته ویلي چې، دغه وزارت له مخابراتي شبکو غوښتي چې د خواله رسنیو یادې برخې محدودې کړي.

د “سنپ چت” او “انسټاګرام” افغان کاروونکي وایي، دغه محدودیتونه د پرون ورځ سې شنبې له ماسپښین راهیسې لګېدلي دي.

پر ټیک ټاک خو له وړاندې بندیزونه لګېدلي وو.

بل لورته پر خواله رسنیو ګڼو کسانو له طالبانو غوښتي چې د دې محدودیت د لګولو پر ځای دې خلکو ته کاري فرصتونه برابر او د پرمختګونو په اړه فکر وکړي.

‏بل لورته بیا سرچینو ویلي چې، کندهار کې یو ځل بیا د کورونو وایفای انټرنټونه بند شوي دي.

د سرچینو په خبره، دغه بندیز محدود دی او د بانکونو او صرافیانو په ګډون به ځینې مهمې ادارې انټرنټ ته لاسرسی ولري.

دغه بندیز د طالبانو په امر پلی شوی او عام هېوادوال به د سیمکارټونو له لارې په بشپړ ډول انټرنټ ته لاسرسی ولري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...