جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهنړیوال بانک وایي، افغانستان کې اقتصادي وده له جدي ننګونو سره مخ...

نړیوال بانک وایي، افغانستان کې اقتصادي وده له جدي ننګونو سره مخ ده

‏تاند (چهارشنبه د تلې ـ میزان ۱۶مه) نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي چې، په منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان کې د اقتصادي ودې امکانات ښه شوي، خو زیاتوي جګړه، بې ثباتي او بې ځایه کېدل لا هم د اقتصادي ودې پر وړاندې جدي ننګونې دي.

راپور وایي، تمه ده چې سیمه‌ییز ناخالص تولید په ۲۰۲۵ کې ۲.۸ سلنه او په ۲۰۲۶ کې ۳.۳ سلنه لوړ شي.

د راپور له مخې، د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونه هغه وخت د اقتصادي ثبات تجربه کولی شي چې کاري فرصتونه زیات شي او له کاري ځواک بشپړه ګټه واخیستل شي.

د نړیوال بانک په راپور کې زیاته شوې چې، د ښځو د ټيټې ونډې دوام د افغانستان او سیمې د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ ګڼل شوی دی.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې شاوخوا څلور کاله کېږي چې طالبانو افغان ښځې د تعلیم او کار له برخې منع کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب