تاند (چهارشنبه د تلې ـ میزان ۱۶مه) ټاکل شوې، چې د اکتوبر په ۹مه سبا پنجشنبه د روسیې او منځنۍ آسیا هېوادونو ګډه سرمشریزه ترسره او پکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم ګډون وکړي.
په دې ناسته کې به د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف، د قرغزستان ولسمشر صدار جپروف، د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف او د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف ګډون ولري.
د کریملین د سلاکار یوري اوشاکوف په وینا د غونډې اجنډا پراخه ده او تمه کېږي چې په شپږ اړخیزه بڼه به د سوداګرۍ، اقتصاد، مالي چارو، پانګونې، صنعت، لوجیستیک، انرژۍ او چاپېریال په ګډون ځینې مهم موضوعات وڅېړل شي.
نوموړي ویلي، په دې ناسته کې به د سیمه ییز امنیت مسایلو ته ځانګړې پاملرنه وشي، په ځانګړي ډول د افغانستان او منځني ختیځ د وضعیت په اړه به هم بحثونه وشي.
روسیې چې په ۲۰۲۱ کال کې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو له بهیر وروسته د طالبانو واکمني ومنله.
روسیه اوس د افغانستان په تړاو د سیمه ییزو بحثونو مهم کوربه هېواد ګڼل کېږي.
مسکو تازه د افغانستان د وضعیت په اړه د «مسکو فارمټ» اوومه غونډه ترسره کړه، چې طالبانو ته یې هم رسمي بلنه ورکړې وه.
د روسیې او منځنۍ آسیا هېوادونو ناسته که څه هم د طالبانو سره د تعاملاتو پر څرنګوالي به بحث وکړي، خو د هغوی بنسټیزې اندېښنې د طالبانو تر واک لاندې افغانستانه د امنیت او ترهګرۍ د ګواښونو زیاتېدل دي.
که څه هم طالبان ادعا کوي، چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي، خو روسیې مخکې ویلي وو، چې دغلته د وسله والو ډلو شاوخوا ۲۳ زره جنګیالي فعال دي، چې دا د سیمې د امنیت لپاره یوه جدي اندېښنه بلل کېږي.