تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۱۵ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، ویلي چې په مسکو کې د ایران، روسیې، چین او پاکستان د څلور اړخیزې ناستې د خبرو د اجنډا یوه مهمه موضوع د بهرنیو لاسوهنو او په افغانستان او سیمه کې د پوځي اډو د بیا راژوندي کېدو اندېښنه وه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون د سیمې ثبات ګواښلی شي.
تر دې مخکې هم ځینو ایراني چارواکو ویلي و چې د مسکو د فارمټ د بحث اصلي موضوع به افغانستان، په تېره بیا بګرام ته د امریکايي پوځیانو د اختمالي بېرته ستنېدو په اړه وي.
ایران او د سیمې ځینې نورو هیوادونو وروسته له دې په دې اړه اندېښنې څرګندې کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریتانیا د سفر په ترڅ کې وویل چې امریکا غواړي خپل پوځیان په بګرام هوايي اډه کې ځای پر ځای کړي.
د بګرام په اړه د ټرمپ غوښتنه طالبانو په کلکه رد کړه.
هغه زیاته کړه چې د سیمې هېوادونه باید د خبرو اترو او ګډو همکاریو له لارې د دوامدار امنیت د ساتنې لپاره هڅې وکړي.
بقایي وویل: «د افغانستان ګاونډیان باید پر سیالۍ نه، بلکې پر همکارۍ تمرکز وکړي، تر څو د بېثباتۍ د پراخېدو او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخنیوی وشي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز څرګنده کړه چې ایران د هر هغه سیمهییز ابتکار ملاتړ کوي چې د افغانستان د کړکېچ د سولهییز حللاره ولټوي، او غوښتنه یې وکړه چې د سیمې هېوادونه دې د افغانستان د راتلونکې په اړه د پریکړو په بهیر کې فعاله ونډه ولري.
ټاکل شوې ده چې نن (سې شنبه) د مسکو فارمټ د مشورتي غونډې اووم پړاو د سیمې د هېوادونو د استازو په ګډون جوړ شي.
دې غونډې ته په لومړي پلا د طالبانو د حکومت د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم په رسمي ډول بلل شوی دی.