تاند (پنجشنبه، د تلې / میزان ۳ مه) روسي رسنیو راپور ورکړی چې د بګرام هوايي اډې د بیا نیولو په اړه د امریکا له ګواښونو سره هممهاله، د چین حکومت د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد ته بلنه ورکړې څو ډېر ژر پیکنګ ته سفر وکړي.
د روسیې نیزاویسیمایا ګازتا ورځپاڼې لیکلي، دا بلنه د امریکا د ځانګړو پوځي عملیاتو د احتمال او د بګرام د بیا نیولو د ګواښونو تر سیوري لاندې مطرح شوې ده.
ورځپاڼې ادعا کړې چې د چین بلنه کېدای شي د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وروستیو څرګندونو سره تړاو ولري.
د راپور له مخې، امریکا د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتیژي د کانګرس له منځمهاله ټاکنو سره تړلې ده او هڅه کوي تر انتخاباتو وړاندې یوه سمبولیکه بریا خپله کړي.
د سرچینو په وینا، چین غواړي د دې سفر له لارې د افغانستان د وسلهوالو ځواکونو واقعي ظرفیت او د امریکا د احتمالي عملیاتو پر وړاندې د هغوی د مقاومت اراده وارزوي. تر اوسه څرګنده نه ده چې د طالبانو مشرتابه به له دې سفر سره موافقه وکړي او که نه.
نیزاویسیمایا ګازتا وړاندې هم راپور ورکړی و چې امریکا کېدای شي د بګرام د بیا نیولو او د کابل په ګډون د شاوخوا ولایتونو د کنټرول لپاره پوځي ځواک وکاروي.
ورځپاڼې همدراز ادعا کړې چې د واشنګټن د دې پلان اصلي لاره به له طالبانو سره خبرې وي.
طالبانو د بګرام پر سر هر راز معامله رد کړې او ویلي یې دي چې بګرام د افغانستان د خاورې نه بېلېدونکې برخه ده.