Homeخبرونهاروپايي اتحادیې د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وګوماره

اروپايي اتحادیې د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وګوماره

تاند (ينحشنبه، د تلې/ میزان ۳ مه) اروپايي اتحادیې یو تجربه‌کار فرانسوی دیپلوماټ، ګیلس برتراند د افغانستان لپاره د خپل نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی. دغه دیپلوماټ، په اروپايي اتحادیه کې له شلو کلونو څخه ډېره تجربه لري.

برتراند په مارسي ښار کې زېږېدلی او د سوداګرۍ مدیریت او سیاسي علومو په برخه کې یې زده‌کړې کړي دي. هغه د بهرنیو چارو او نړيوالو همکاریو په ډګر کې اوږده لاره وهلې ده.

برتراند پخوا د اروپايي اتحادیې د استازولۍ په چوکاټ کې په افغانستان کې دنده ترسره کړې او وروسته یې د نورو لوړو مسوولیتونو مشري پر غاړه اخیستې وه.

د هغه له مهمو دندو څخه یوه د بروکسل د غونډو د ټیم مشري وه چې د سوریې د بحران په اړه جوړېدې. همداراز، هغه د اروپايي اتحادیې شارژدافېر او د سوریې په چارو کې د استازولۍ مشر و چې په بیروت کې مېشت و.

برتراند د اروپايي اتحادیې په چوکاټ کې په پراخه کچه له ګاونډیو هېوادونو او له عربي – اسلامي نړۍ سره د اړیکو په برخه کې کار کړی دی.

د اروپايي اتحادیې د سرچینو په وینا، د برتراند په نوې دنده کې به له افغانستان سره د اروپايي اتحادیې د اړیکو پراختیا، د دیپلوماټیکو همکاریو څارنه او د سیمې له ادارو سره د ثبات او امنیت د پیاوړتیا لپاره کار شامل وي.

اروپايي اتحادیې تل هڅه کړې چې د خپلو ځانګړو استازو او سفیرانو له لارې په سیمه‌ییزو او افغان مسایلو کې فعال رول ولوبوي. په دیپلوماتیکي او سیمه ییزو مسلو کې د ګیلس برتراند پراخې تجربې ته په پام، د هغه ګومارنه د بروکسل د دیپلوماټیک حضور د پیاوړتیا لپاره یوه هڅه بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...