جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: د بگرام د بېرته نیولو موضوع...

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: د بگرام د بېرته نیولو موضوع د امریکا او افغانستان ترمنځ مسله ده

تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۹ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل چې د بگرام د هوايي اډې بېرته نیول د افغانستان او امریکا ترمنځ موضوع ده او اسلام‌اباد یې په اړه هېڅ دریځ نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند «شفقت علي خان» د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو څرګندونو وروسته چې ویلي یې وو د بگرام هوايي اډې د بېرته نیولو هڅه کوي، محتاط دریځ غوره کړ او څرګنده یې کړه چې دا موضوع د امریکا او افغانستان په دوه اړخیزو اړیکو پورې اړه لري او پاکستان یې په اړه نظر نه لري.

هغه زیاته کړه، اسلام‌اباد د سیمې تحولاتو ته ځیر دی، خو په دې ځانګړې موضوع کې دریځ نه لري.

ولسمشر ټرمپ په لندن کې ویلي و: «موږ هڅه کوو چې د بگرام هوايي اډه بېرته ونیسو.»

بل‌خوا، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند «عبدالمتین قانع» د امریکا د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل: «د بگرام هوايي اډې د بېرته نیولو په اړه د ټرمپ څرګندونې له واقعیت څخه لیرې او هل کرکې ډکې دي. افغانستان هیڅکله دا اډه نه سپاري او خلک به د بهرني پوځ حضور ونه مني.»

د ټرمپ د څرګندونو په اړه چین نسبتاً نرم غبرګون وښود. د چین د باندنیو چارووزارت ویاندې ټینګار کړی چې په افغانستان کې هر ډول پوځي کړکېچ د ګاونډیو هېوادونو او ټولې سیمې ثبات او امنیت ګواښي .روسیې د لویدیځ دا هڅه چې افغانستان ته بیا پوځ لیږي، په کلکه غندلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...