(لسمه برخه)
لسم مبحث – د انرژي حقوق (Energy Law) :
د انرژی حقوق د خصوصي او عمومي حقوقو گډه څانگه ده او د هغو حقوقي اړیکو، مقرراتو او پالیسیو مجموعه ده چۍ د انرژی د تولید، توزیع، انتقال او مصرف اړوند موضوعات تنظیموی.
د دې حقوقو د بحث وړ موضوعات په پنځو لاندنیو عناوینو کې را ټولولی شو:
۱- د انرژۍ منابع: په لاندې ډولونو دي:
– فوسیلي سرچینې: لکه نفت، گاز او د ډبرو سکاره؛
– د تجدید وړ انرژي: لکه لمریزه، باد، اوبه، د ځمکې تودوخه او حیواني او نباتي فاضلات؛ او
– هستوي.
۲ – مالکیت او حاکمیت: د هغو قواعدو مجموعه ده چې د انرژۍ د مالکیت او د هغه د گټې اخیستنې لارې چارې بیانوي. په عمومي ډول د انرژۍ د منابعو مالک دولتونه دي، لکه چې د افغانستان د ۱۳۸۲ کال اساسي قانون دغه منابع د دولت ملکیت گڼي. اما د دې تر څنگ د خصوصي شرکتونو ونډه او د دې منابعو گټه اخیستنه هم، د انرژۍ د حقوقو د توجه وړ ده.
۳- د انرژۍ قراردادونه: سره له دې چې په حقوقو کې د قرادادونو حقوق یوه ځانگړې څانگه ده، او اصول یې پر ټولو قراردادونو عملي دي، اما له هغه ځایه چې د انرژۍ حقوق ځانته ځانگړتیاوې لري، نو د هغه قراردادونه اختصاصي حالت لري؛ په دې ډول:
-.د نفت او گاز اړوند قراراردادونه؛ چې دا په خپل وار په لاندې ډولونو ویشل کیږي:
الف – امتیازي قراردادونه: هغه ډول قراردادونه دي چې په امتیازي ډول د نفت او گازو د اکتشاف او استخراج چارې لویو کورنیو یا بهرنیو شرکتونو ته ورکول کیږي؛
ب – په تولید کې مشارکتي قرارداد: هغه ډول قرارداد دی چې پانگه اچونکي د اکتشاف او استخراج مصارف په غاړه اخلي او د هغه په مقابل کې د تولید یوه برخه ترلاسه کوي؛
پ – خدماتي قرارداد: هغه ډول قرارداد دی چې له مالکیت او استفادې پرته یو شرکت د تخنیکي او مالي چارو په هکله تړون لاسلیک کوي؛ او
ت – د پیرودنې تضمني قرار داد: هغه ډول قرارداد دی چې پانگه وال تر هغه وخته چې گاز او نفت یې نه وي ترلاسه شوی خپل عملیات ترسره کوي او کله چې زیرمې د تولید پړاو ته ور داخل شوې، خپل سهم تر لاسه کوي.
– د بریښنا او الکتریکي انرژۍ قراردادونه: دا قراردادونه هم په خپل وار په لاندې ډولونو دي:
الف – د بریښنا تضمیني پلور قرار داد: هغه ډول قرارداد دی چې پانگه وال بریښناکوټ جوړوي او د هغه تولید شوې بریښنا پر دولت یا بریښنا شرکت پلوري؛
ب – د جوړونې، گټې اخیتسنې او لیږد قرارداد ( BOT ): هغه ډول قرارداد دی چې پانگه وال د انرژۍ د تولید پر تاسیساتو پانگونه کوي او وروسته تر هغه چې یې خپل حقوق تر لاسه کړل بیرته یې دولت ته سپاري؛
پ – د جوړونې، مالکیت او گټې اخیستنې قرارداد ( BOO):
دا هغه ډول قرارداد دی چې پانگه وال بریښنا کوټ جوړي او وروسته یې مالک هم وي او تولید شوې انرژي پر دولت پلوري.
– د تجدید وړ انرژۍ قراردادونه؛ او
– د انرژۍ نړیوال او ترانزیتي قراردادونه.
۴ – د تجدید وړ انري.
۵ – د چاپیریال ساتنه او د انرژۍ تولید.
له یاده باید ونه وځي چې په نړیواله کچه هم حقوقي قواعد د انرژۍ د حقوقو په هکله شته، چې مهمې یې دا دي:
– د انرژۍ منشور ۱۹۹۴ (Energy Charter Treaty یا ECT): چې په هغه کې د انرژۍ خوندیتوب، ترانزیت، د انرژۍ سوداگري او د شخړو حل او فصل مسجل شوي؛ او
– د پاریس تړون ۲۰۱۵ : چې محتویات یې د ګلتوني (گلخانهيي) گازونو د تولید مخنیوی او د پاکو انرژیو تولید دی.