د اسراییلو اوسنی ځواک په خلیج کې یوازې د لوړو جنګي وړتیاو درلودلو پايله نه ده، بلکې د سیمې د تاریخي نیمګړتیاوو نتیجه هم ده. له لومړۍ نړیوالې جګړې څخه وروسته د منځني ختیځ نقشه د برېتانیا او فرانسه لخوا د سایکس–پیکو تړون له مخې په مصنوعي ډول داسې ترتیب شوه چې پولې يې نه په قومي بنسټونو ولاړې وې او نه په تاریخي اړیکو. د پولو دغه جوړښت د کوچنیو سلطنتونو د رامنځته کېدو سبب شو، چې د يوه ځواکمن خپلواک ملت پر ځای د تل لپاره د بهرنیو ملاتړ ته سترګې په لاره واکمنان رامنځته کړي. د دغو نیمګړتیا له امله د خلیج هېوادونه د خپلواکو تګلارو د جوړولو پر ځای د تل لپاره د بهرني ملاتړ په مرسته ولاړ پاتې شول.
د فلسطین قضیه د اسلامي نړۍ د ګډې مسئلې په توګه پېژندل کېده، خو د عربو مشرانو خپلمنځې رقابتونو، ناوړه حکومتوليو او په سیمه کې د ايران د نیابتي سیاستونو پراختیا امریکا او اسراییلو ته د نفوذ د پراخولو فرصتونه برابر کړي دي. د ۱۹۴۸، ۱۹۶۷ او ۱۹۷۳ جګړې ښيي چې عرب ځواکونه د ګډ ستراتيژیک دریځ پر بنسټ نه، بلکې یوازې د خپلو محاسبو پر اساس عمل وکړ. د (۱۹۶۷) کال شپږ ورځنۍ جګړې پر مهال د مصر، سوریې او اردن د ځواکونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالي اسراییل ته د بشپړ بریا لاره هواره کړه.
د خليجي هېوادونو ترمنځ بې باوري لا هم دوام لري. دغه هېوادونه د دفاع لپاره د ګډ ميکانېزم رامنځته کولو پرځاى د خپلو ځانګړو سیاستونو له مخې عمل کوي. سعودي د ایران پر وړاندې د امریکا په ائتلاف حساب کوي، قطر له ترکیې سره اړیکې پراخوي، او امارات له اسراییلو سره مستقیمې همکاري لري. سربېره پر دې، د ۲۰۲۵ کال په جون کې د اسراییلو او ایران ترمنځ مخامخ جګړې د سیمهییز امنیت لپاره جدي ګواښونه رامنځته کړل. دغې جګړې وښوده چې د خلیج هېوادونه د پراخو نړیوالو او سیمهییزو بحرانونو په وړاندې لا هم د خپلو ستراتیژیکو پرېکړو په برخه کې خپلواک نه دي.
د خلیج هېوادونه د تيلو او ګازو د سرچينو درلودلو له مخې له اقتصادي پلوه ځواکمن ګڼل کېږي، خو دا ځواک لا هم د خپلواک تصمیم پر ځای د بهرني ملاتړ لپاره کارول کېږي. که جنګي لګښتونو ته سرسري او پرتله ييزه کتنه وکړو، نو وينو چې یوازې سعودي عربستان په ۲۰۲۵م کې شاوخوا ۷۸ میلیارده ډالر دفاعي چارو ته ځانګړي کړي، قطر نږدې ۱۴ میلیارده ډالر، او اسراییل د ۲۷ میلیارده ډالرو دفاعي بودیجه لري. له دومره ستر توپير سره هم اسراییل د سیمهییزو ځواکمنتیاو په معادلو کې برلاسي ترلاسه کړې ده. ټکنالوژي د اسراییلو د نفوذ یوه مهمه وسیله ده؛ اسراییل د اوبلنو سرچينو په مدیریت، کرهڼې، ډرونونو او سایبري امنیت کې مخکښ دی، چې خلیج هېوادونه یې د خپلو ستراتیژیکو اړتیاوو لپاره اړمن کرزولي دي. ابراهیمي تړونونه یوازې د امنیتي اندېښنو پر بنسټ نه، بلکې د ټکنالوژي په برخه کې د اسراییلو مرستو ته د اړتیا په رڼا کې لاسلیک شوي دي.
قطر، د امریکا له ملاتړ سره سره د اسرائیلو او حماس ترمنځ د منځګړتوب هڅه کوله، خو بيا د اسراییلو لخوا په نښه شو. اسرائیلو خپلو ستراتیژیکو ګټو ته د لومړيتوب ورکولو په موخه په دوحه کې د حماس په سياسي دفتر باندې هوايي برید ترسره کړ چې لمړنيو راپورونو له مخې شپږ کسان پکې وژل شوي دي. دغه بريد وښوده چې اسرائیلو ته له فلسطين سره سوله او د قطر لخوا د منځګړیتوب هڅې هيڅ ډول ارزښت نه لري.
اسراییل د سیمې په معادلو او محاسبو کې دومره راپورته شو چې خلیج حاکمان اوس د خپلواک تصمیم پر ځای د اسرائیلو غیر مستقیم ملاتړ ترلاسه کولو لپاره لابي کوي. د لويديځ لخوا د ایران اتومي وړتياو په تناظر کې د رامنځته کيدونکي احتمالي خطر په لوړه کچه رسنيز کول، د ټکنالوژي اړتیاوې، د امریکا او اسراییلو ګډ سیاستونه د دې لامل شوي چې خلیجي مشران د فلسطین د قضیې پر ځای د خپلو سلطنتونو د بقا لپاره په هڅو ګولو باندې تمرکز وکړي.
د خلیج هېوادونه يوازې هغه مهال د بهرني فشار په وړاندې خپلواک پاتې کيداى شي چې اقتصادي تنوع رامنځته کړي. سیمه ییزه همکاري او ګډ امنیتي ستراتېژي ولري او د ولسي ملاتړ پر بنسټ حکومتونه پياوړي کړي. د اسلامي نړۍ په کچه د فلسطین قضیه د یو متحد محور په توګه تعریف کړي، ترڅو د امت یووالی بیا را ژوندی شي او د اسراییلو نفوذ محدود کړي. د دغو اقداماتو په ترسره کولو خلیج هېوادونه کولای شي د خپلواکي، ثبات او ستراتېژیک وقار یوه دوامداره بنسټ کېږدي.
لنډه دا چې په سيمه کې د اسرائیلو د ځواکمنتيا نوې سناريو او ددغه هيواد برلاسی هغه واقعيت دى چې ورباندې سترګې پټول ناممکن شوي دي. ددغه هېواد اوسنۍ ځواکمنتیا په خلیج کې یوازې د جنګي وړتیاو او ټکنالوژیکو برياو پایله نه ده، بلکې د سیمې د رهبرۍ نیمګړتیا، د همغږي نشتون، په امریکا باندي د خپل راتلونکي تکيه او د دغه هېواد ملاتړ پربنسټ د پالیسي د تعریف پایله ده. تر څو چې خلیج هېوادونه د خپلې ځواکمنتيا لپاره د ولس پر اوږو تکیه ونکړي، د اقتصادي تنوع او سیمه ییزې همکاري لارې رامنځته نه کړي، اسراییل به د هغوی پر سیاست او بقا د فشار یوه اساسي وسیله پاتې وي.