Homeخبرونهپاکستان د درې اړخیزه ۲۰ اوره سیالیو په لومړۍ مسابقه کې افغانستان...

پاکستان د درې اړخیزه ۲۰ اوره سیالیو په لومړۍ مسابقه کې افغانستان ته ماته ورکړه

تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۷ مه) د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د درې اړخیزو شل اوره سیالیو په لومړۍ مسابقه کې افغانستان د پاکستان په وړاندې په وړاندې لومړۍ شل اوره سیالي د (۳۹) منډو په توپیر وبایلله.

پاکستان چې د سیالۍ پجه ګټلې وه، لومړی بیټنګ وکړ. د پاکستان لومړیو لوبغاړو ښه بیټنګ وکړ او له همدې کبله یې افغانستان ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.

د کرکټ د ځینو شنونکو په باور افغانستان د پاکستان په وړاندې مناسبه لوبډله نه وه ټاکلې. په داسي حال کې چې د افغانستان د باولرانو اتکا په سپین یا ورو باولرانو ده، د غضنفر او یا نور احمد په شان لوبغاړو ته ځای نه و ورکړل شوی خو پاکستان بیا د شارجې د میدان وضعیت ته په کتو ورو باولران ولوبول او ښه نتیجه یې هم ترلاسه کړه.

د افغانستان لپاره تر ټولو ښه بیټنګ یا توپ وهنه کیپتان راشد خان وکړه. ده نه په ۱۶ توپونو ۳۹ منډې وکړې.

ګوربز په ۲۷ توپونو ۳۸، صدیق الله اتل په ۱۹ توپونو ۲۳ او ابراهیم ځدراڼ په ۱۱ توپونو ۱۱ منډې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...