Homeخبرونهمیدان وردګو کې چاودنې ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

میدان وردګو کې چاودنې ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند『یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۲مه』په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو د پېښو پر وړاندي د مبارزې او چمتووالي ریاست وايي، د چک ولسوالۍ په کښته خوات کلي کې د یوې پخوانۍ مرمۍ د چاودنې له امله یو زده کوونکی وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي دي.

په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه لیکل شوي چې، پرون (شنبه) غرمه مهال د کوچنیانو د لوبو پرمهال یوې زړې مرمۍ چاودنه کړې او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، ټپيان له ۱۲ څخه تر ۱۶ کلونو عمرونه لري او د درملنې له پاره د دغه ولایت د مرکز میدان ښار روغتون ته لېږدول شوي دي.

افغانستان په تېرو کابو ۵ لسیزو کې د جګړو شاهده پاتې شوې، چې په ډیری سیمو کې اوس هم ناچاوده مرمۍ شته او وخت نا وخته ماشومانو باندې د لوبو پرمهال چاودنه کوي.

د نظر خاوندان وایي په لرې پرتو سیمو کې په دې تړاو عامه پوهاوي ته اړتیا ده او حاکم نظام باید هغه سیمې پاکې کړي چې د پخوانیو مرمیو او ماینونونو د شتون ګواښ په کې وي.

د یوه بل خبر له مخې په غزني ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه پېښې مرکز غزني ښار او آب بند ولسوالۍ کې شوي، چې ۲ تنه په کې مړه او ۱۲ نور ژوبل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...