جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهخلیلزاد وايي، د ډیورند کرښې د ستونزې حل په افغانستان او پاکستان...

خلیلزاد وايي، د ډیورند کرښې د ستونزې حل په افغانستان او پاکستان کې ښه مشرتابه او ارادې ته اړتیا لري

تاند(جمعه، د زمري/ اسد ۳ مه) د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، د ډیورنډ کرښې د مسلې د حل غوښتنه وکړه او هغه یې یو نا‌حل شوې ننکونه وبلله چې د ده په باور د پاکستان او افغانستان مشرتابه، لیدلوري او سیاسي ارادې ته اړتیا لري.

خلیلزاد له یوه پاکستاني خبریال سره په مرکه کې ټینګار وکړ: “هلته باید — هلته باید حتمي حل وي.”

ده زیاته کړه، د دې ډول مهمې مسلې حل نه یوازې د ستونزې منلو ته اړتیا لري، بلکې د حل لپاره پوهې، درک او پرېکنده فکري وړتیا ته هم اړتیا شته.

خلیلزاد وویل، قوي رهبري، چې د ولس ملاتړ هم ورسره وي، د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره حیاتي ده. هغه وویل: “زه فکر کوم عمران خان کولی شي په پاکستان کې دا ډول مشري وکړي.” خو زیاته‌یې کړه: “په افغانستان کې لا هم د داسې یوه رهبر په لټه کې یو چې دا کار وکړي.”

ډیورنډ کرښه هغه پوله ده چې په ۱۸۹۳ کال کې د انګریزانو له خوا ټاکل شوې وه. دا پوله پاکستان په رسمیت پیژني، خو د افغانستان‌ هیڅ دولت نه ده منلې او تل یې ټینګار کړی چې دا کرښه بریتانیایانو پرې په زور تحمیل کړې وه.

3 COMMENTS

  1. تاسو د ډیورنډ معالی په لټه کې یاست هلته اوس د چین هیواد سپیک پروژي کې ګډیدو په تکل کې دی چې اوس هند خبرداری هم ورکړی
    اوس نړۍ بدلیدونکی ده ځکه امریکا تل د خپلی ناکامی ستراتیژی په تکرار کې مصروفه ده مګر ولسونه کار او د آرامښت ژوند په لټه کې دی، نو لدې معلومیږی چې راتلونکی په امریکا د داخلی جګړی احتمال شته ځکه اوس ټرمپ د بایډن او امابا په وړاندی ګامونه پورته کړی مګر د بوش خیانتونو په اړه ګام نه پورته کوی او بل طرف داسې ویل کیږی چې د اوباما د نیولو حکم یی کړی
    او بل طرف اف بی آی د امریکا ۲۰۱۶ ټاکنو په اړه تحقیقات کوی چې ګمان کوی چې روسیی پکې مداخله کړی وی
    نو کچیری ددی مداخلی په اړه اسناد حقیقت پیدا کړ مطلب دا چی ټرمپ د پوتین ځانګړی کس ده نو امریکا کی بیاځلی عاجلو ټاکنو اعلان وشي او بل طرف د جمهوریت او دیمکراتو ترمینځ جنجال زیات شوی او بل طرف ایلن ماسک د نوی کوند اعلان کړی

  2. سلام،
    د خ.زاد ټولو کارونو او خبرو غوندې دا هم هسې چټي باټه ده
    عمران خان چې هغه خیانت ،پخپل صدارت کې،د پښتنو او بلوچآنو سره وکړ لاره یی بیرته مفسدو شریفانو!! ؛زرداری مرداری او …خلاصه کړه ؛ هیڅوخت د لر او برو پښتنو په حق کې د توری کرښې حل کې هیڅ نه شي کولای
    افغانستان کې ،خصوصاََ په بهر میشتو افغانانو کې ډیر صادق او پر ولس او وطن مین سریتوبونه(شخصیتونه)شته چې ورسره اړیکی نیول کیدای شي؛ بیلګه حامد کرزی، پروفېسر روستار تره کی ؛ او خیبر پښتونخوا کی ملی مشر منظور احمد پښتین یادولی شو …

  3. زموږ حُکامو او روشنفکرانو لسیزی لسیزی هڅه وکړه چی د دیورنډ فرضی کرښه له منځه یوسی بالآخره طالبان وتوانیده چی د ۴ کلونو په موده کی نوموړی کرښه له منځه یوسی خو نه هغسی چی موږ او زموږ مشرانو غوښتل بلکه هغسی چی خپله دیورنډ غوښتل ( په حقیقت کی زوم د ناوی کور ته واده شو نه ناوی د زوم کور ته ضمناً امریکائیان او خلیل زاد فقط په اصطلاح خوله پیائی ، د پردې شا ته بله لوبه روانه ده ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب