د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیداوف او د پاکستان د باندنیو چارو وزیر اسحاق ډار د جګپوړو پلاوو په مشرۍ نن کابل ته ورسیدل.
ټاکل شوې ده چې د ازبکستان، پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیران او نور چارواکي نن په ارګ کې په دوو درې اړخیزو غونډو کې ګډون وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن به د ازبکستان او پاکستان د باندنیو چارو وزیرانو په مشرۍ پلاوي کابل ته راورسیږي او په دوو درې اړخیزو غونډو کې به ګډون وکړي.
د ازبکستان د ترانسپورت، د پاکستان د ریللارو او د طالبانو د ټولګټو وزیران به د ترانس افغان پروژې د امکان سنجۍ د مطالعاتو پروژه په ارګ کې لاسلیک کړي.
دا پروژه به د بشپړېدو په صورت کې د افغانستان له لارې ازبکستان له پاکستان سره وصل کړي او د منځنۍآسیا هېوادونو ته به د پاکستان سمندري بندرونو ته لار برابره کړي.
تمه ده چې دا پروژه د سیمهییز تجارت او ترانزیت له لارې د سیمې ثبات، اقتصادي ودې او پرمختګ ته لاره هواره کړي.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس، له اسحاق ډار سره به یو جګپوړي پلاوي هم ملګری وي، چې پکې د پاکستان د رېللارو وزیر، د افغانستان لپاره د صدراعظم ځانګړی استازی او د رېللارو وزارت معین شامل دي.
له بلې خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن به د ازبکستان او پاکستان د باندنیو چارو وزیرانو په مشرۍ پلاوي کابل ته راورسیږي او په دوو درې اړخیزو غونډو کې به ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده چې د ازبکستان د ترانسپورت، د پاکستان ریللارو او د طالبانو د ټولګټو وزیران د ترانس افغان پروژې د امکان سنجۍ د مطالعاتو پروژه په ارګ کې لاسلیک کړي.
دا پروژه به د بشپړېدو په صورت کې د افغانستان له لارې ازبکستان له پاکستان سره وصل کړي او د منځنۍآسیا هېوادونو ته به د پاکستان سمندري بندرونو ته لار برابره کړي.
تمه ده چې دا پروژه د سیمهییز تجارت او ترانزیت له لارې د سیمې ثبات، اقتصادي ودې او پرمختګ ته لاره هواره کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، د دغه هیواد د صدراعظم د مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر دا سفر د دې پروژې د بریالي تطبیق لپاره د پاکستان ژمنتیا څرګندوي. د دریو ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ په کابل کې د ګډې امکان سنجونې د چوکاټ موافقې لاسلیک، د دې پروژې د پلي کېدو په لور یو مهم ګام دی.
تر هغه وخت چی یو رسمی قبول شوی حکومت منځ ته را نشی دا پروژې به یو خیال او محال وی. وردګو، لوګر ګردیز، پکتیکا ته راشی په هر مړی سقاط او خیرات کې همدا ملایان او طالبان ناست وی. د ملییاردوو پروژه به یی هغه مړ پلار سمیع الحق هم جوړه نشی کړای. د پنجشیر اوبو یی کابل ته لس واری راوستې خو کابل کی اوس هم د څښاک اوبه نشته. د شاه او عروس د اوبو بند لس واری افتتاح شو خو تر اوسه یی درک نه لګیږی ـ