جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد ټرمپ په امر د افغانستان او پاکستان لپاره سلګونه ټنه رانیول...

د ټرمپ په امر د افغانستان او پاکستان لپاره سلګونه ټنه رانیول شوٍي خوراکي مواد سوځول کېږي

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۶ مه) د ټرمپ حکومت د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID)  د ختمېدو د بهیر په چوکاټ کې، د نژدې ۵۰۰ ټنه بېړنيو خوراکي توکو، چې افغانستان او پاکستان ته اخیستل شوي وو، د له‌منځه وړلو حکم ورکړی دی.

رویټرز خبري آژانس د دوو خبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ حکومت، د خپلو بهرنیو مرستو د کمولو د پالیسۍ له مخې، امر کړی چې دغه شاوخوا ۵۰۰ ټنه خوراکي توکي باید له‌منځه یووړل شي، هغه مواد چې مخکې له مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره اخیستل شوي وو.

د راپور له مخې، دا خوراکي مواد، چې څو میاشتې په دوبۍ کې په یوه ګدام کې ساتل کېدل، شاوخوا ۷۹۳ زره ډالر ارزښت لري. دا توکي د لوړې انرژي لرونکو غنمو څخه جوړ بسکټونه او نور خوراکي مواد دي چې ډېر مغذي مواد لري. اوس چې د دغو موادو تاریخ تېریدو ته لږ وخت پاته دی، پرېکړه شوې چې دا توکي به یا خو په متحده عربي اماراتو کې وسوځول شي یا به ښخ شي. د سرچینو په وینا، دا کار به د امریکايي مالیه ورکوونکو لپاره ۱۰۰ زره ډالره نور اضافي لګښت هم ولري.

د USAID یو پخواني چارواکي ویلي، که سم مدیریت شوی وای، دا توکي تر ختمېدو مخکې کارېدلی شوای، خو د دې ادارې د منحل کولو او د بشري فعالیتونو د بندولو په اړه د ټرمپ حکومت تصمیم سبب شو چې دا منابع ضایع شي.

په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «تمی بروس» د دې خبر په غبرګون کې ویلي:
«د یوه معیاري طرزالعمل له مخې، موږ د دې موضوع د نورو جزییاتو ارزونه کوو.»

د یادونې ده چې ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې په یوه اجرائیوي فرمان کې د USAID ادارې د تړلو پرېکړه کړې وه، چې پراخ غبرګونونه یې پارولي وو، ځکه چې دا اداره په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان ته د مرستو د انتقال یوه مهمه منبع ګڼل کېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب