تاند 『پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۶مه』د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال، زمري میاشت پر لومړۍ نېټه د سالنګ لویه لار د بیارغونې او کارونو د چټکتیا په خاطر تړي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، یاده لاره به یوازې د کوچنیو مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصه وي.
سرچینه زیاتوي چې دغه لار به د لویو بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ به تړلې وي.
په خبرپاڼه کې لویو موټرو ته سپارښتنه شوې چې، د دې لويې لارې تر تړل کېدو وروسته له بدیلې لارې څخه د تګ راتګ په پار کار واخلي.
خبرپانه کاږي چې، د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ په خاطر د دغه وزارت او یوه شرکت ترمنځ د دوشي- بامیان سړک د ترمیمولو تړون لاسلیک شوی چې دا مهال یې کارونه چټګ روان دي او تر بشپړېدو وروسته به لوی ګاډي له یاد مسیر څخه استفاده کوي.
د سالنګ پروژه هم اوس طالب حکومت ته ارمانې پروژه ګرځیدلې. دوی چی سالنګ نشی جوړولی نو کاسا زر، ټرانس، ټاپی او ټاپ نا ممکنه کار دی ـ