تاند『پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۶مه』د طالبانو د حکومت ستري محکمې ویلي چې، د سرپل ولایت په ګوسفند ولسوالۍ کې یې د پینځو ښځو په ګډون ۱۸ کسان په درو ووهل او علني سزا یې ورکړه.
د یادې محمکې په خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه کسان یې پرون (چهارشنبه) د خلکو پر وړاندې له ۲۰ څخه تر ۳۵ درې وهلي.
خبرپانه زیاتوي چې دغه کسان له شپږو میاشتو څخه تر دوو کلونو په تنفیذي بند هم محکوم شوي دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې، دغه کسان د قمار، زنا، وژنو او ټلیفوني اړیکو په تور په درو ووهل شول.
دغه خبر داسي مهال ورکول کېږي چې، تېره یکشنبه هم د طالبانو سترې محکمې په بلخ ولایت کې د دوه کسانو په درو وهلو خبر ورکړی وو.
د طالبانو له لوري د درو وهلو سزا کورني او نړیوال غبرګونونه لري، چې ډېری دا عمل غیر انساني، ظالمانه، او له بشري حقونو سره په ټکر کې بولي.
که څه هم طالبان دا سزا د اسلامي شریعت د تطبیق یوه برخه ګڼي، خو ډېری حقوقپوهان او دیني عالمان ټینګار کوي چې دا ډول حدود یوازې هغه وخت روا دي چې عادلانه او شفاف قضايي سیستم موجود وي.
د بشري حقونو نړیوال سازمانونه دا ډول سزا د سپکاوي او فزیکي ځورونې یو ډول ګڼي، او اندېښنه لري چې دا عمل د عدلي بهیر له اصولو پرته تطبیقېږي، چې دا د عدالت له روحیې سره په ټکر کې دی.