جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاحمدالشرع: اسراییل سره له جګړې وېره نه لرو؛ خو د ولس ګټه...

احمدالشرع: اسراییل سره له جګړې وېره نه لرو؛ خو د ولس ګټه او سوله غوره ګڼو

تاند『پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۶مه』د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له اسراییل سره د جګړې کولو نه وېرېږي؛ خو د سوریې د ولس ګټې او سولې خوندیتوب غوره ګڼي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د جګړې او داخلي اصلاحاتو ترمنځ یې د نورو ویجاړیو د مخنیوي لپاره د اصلاحاتو لاره غوره کړې ده.

بل لورته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پر خپله اېکس پاڼه په سوریه کې د تاوتریخوالي پر پراخېدو اندېښنه ښودلې.

ګوترېش زیاته کړ، چې د ملکیانو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی په کلکو ټکو غندي.

نوموړي لیکلي «زه د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت څخه د سرغړونې د سملاسي درېدو غوښتونکی یم.»

پرون ‏اسراییلي پوځ د سوریې پلازمېنه دمشق کې د دفاع وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې هوایي بریدونه وکړل.

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی وو، چې د دغو بریدونو له امله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۱۸ نور ټپیان دي.

دغه بریدونه وروسته له هغې شوي چې اسراییل ګواښ وکړ که د سوریې دولتي ځواکونه د هېواد له سویلي برخې ونه ووځي، خپل بریدونه به پراخ کړي.

3 COMMENTS

  1. دغه خنزیر دغه غلام فکر کول سي د یهودو لعنتیانو غلامي ته سر ټيټ بس اتي به سرې سترګې ګرزي !😡نه ستا خنزیر سوډر غلام مرګ به د یهودو د لاسه وي. دغه شل کاله د ولي د خپل ولس غم نه کول او وژل دي ؟

  2. امریکا او اسرایلو کله چې ټرمپ قدرت ته رسیدلی پلان درلوده چې په ایران برید وکړی چې هغه وخت کې ځینو بهرنیو سیاسی مبصرینو ویل چې د امریکا او اسرایل راتلونکی پلان سوریه یا ترکیه وی چې ترکیی مکمله آماده ګی نیولی وو بل پلان یی دا وو چې سعودی عربستان به برید وکړی او راتلونکی پلان یی په هند باندی ده ځکه هند که جګړه نده شوی ترڅو د دوی اقتصادی پرمختګ مخه ونیول شي نو ګمان کوم دا بریدونه ددی لپاره دی چې ځینی هیوادونه هڅه کوی د بریکس سازمان سره چې د روسیی او چین په ملګرتیا مینځ ته راغلی اړوند وویروی

  3. درواغ مه وایه تروریسټه، ستا د ټولو امَوی مُرشدانو په رګونو کی لا د یهودو وینه جاری وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب