جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد یوه پټ پروګرام له لارې زرګونو افغانانو په بریتانیا کې پناه...

د یوه پټ پروګرام له لارې زرګونو افغانانو په بریتانیا کې پناه اخیستې

تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۴ مه) د بریتانیا حکومت د سې‌شنبې په ورځ، د جولای په ۱۵مه (د چنګاښ ۲۴مه) اعلان وکړ چې زرګونه افغانان چې له بریتانیا سره‌ یې همکاري کړې وه، له خپلو کورنیو سره یو ځای د یوه پټ پروګرام له لارې دې هېواد ته انتقال شوي دي.

د بریتانیا دفاع وزیر، جان هیلي، دا پټ پروګرام وروسته له هغه د پارلمان په غونډه کې افشا کړ چې د دې هېواد سترې محکمې د معلوماتو د خپرولو پر بندیز باندې لګول شوی «سوپر-ممنوعیت» لغوه کړ.

د ښاغلي هیلي په وینا، د ۲۰۲۲ میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې د بریتانیا د حکومت یوه چارواکي په تصادفي ډول د ایکسل یو فایل افشا کړ، چې پکې د شاوخوا ۱۹ زرو افغانانو نومونه او معلومات شامل وو — دا هغه کسان وو چې غوښتنه ‌یې کړې وه چې بریتانیا ته انتقال شي. دا پېښه یوازې شپږ میاشتې وروسته له هغه وشوه چې طالبانو کابل ونیوه.

دفاع وزیر دا پېښه یوه «جدي تېروتنه» وبلله او ویې ویل: «دې کار د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کولی شو.»

د بریتانیا پخواني محافظه‌کاره حکومت د ۲۰۲۴ کال په اپرېل میاشت کې یو پټ پروګرام پیل کړ، څو له هغو کسانو سره مرسته وشي چې «له طالبانو څخه د غچ اخیستنې تر ټولو لوړې کچې ته» ګواښل کېدل. د هیلي د راپور له مخې، تر دې دمه شاوخوا ۹۰۰ افغانان او د دوی د کورنیو ۳۶۰۰ غړي د دغه پروګرام له لارې بریتانیا ته انتقال شوي یا د انتقال په بهیر کې دي. په دې پروګرام تر اوسه ۴۰۰ میلیونه پونډه لګښت شوی دی.

همداراز، د ۶۰۰ نورو کسانو غوښتنلیکونه هم منل شوي، چې اټکل کېږي د ټول پروګرام لګښت به ۸۵۰ میلیون پونډو ته ورسېږي.

دا کسان د هغه شاوخوا ۳۶ زره افغانانو برخه دي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې، د کابل له سقوط وروسته، د بېلابېلو پناه‌ورکوونکو پروګرامونو له لارې په بریتانیا کې منل شوي دي.

د بریتانیا دفاع وزیر ویلي چې د افغانانو د انتقال پروګرام اوس پای ته رسېدلی، او هغه د افشا شویو معلوماتو لپاره چې «هیڅکله باید نه وای افشا شوي»، بخښنه وغوښته.

نوموړي له افغانستان څخه بریتانیا ته د خلکو د انتقال ټولیز لګښت له ۵.۵ څخه تر ۶ میلیارد پونډو پورې اټکل کړ.

په ۲۰۲۳ کال کې د بریتانیا دفاع وزارت د ۲۶۵ افغان پناه غوښتونکو د شخصي معلوماتو د افشا کولو له امله، د معلوماتو د څار ادارې له خوا ۳۵۰ زره پونډه جریمه شو.

د بریتانیا د افغانانو د تخلیې پروګرام له پراخو نیوکو سره مخامخ شوی و. د پارلمان غړو حکومت د «د رهبرۍ، پلان جوړونې او چمتووالي په برخو کې پر سیسټماټیکو ناکامیو» تورن کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب