جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د ځانگړي‌سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب غمجنه مړینه

د ځانگړي‌سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب غمجنه مړینه

آصف بهاند

په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د ځانگړي سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب له ژوند، د ژوند له ناخوالو، گران افغانستان سره مخه‌ښه وکړه او د تل له‌پاره له خپلې کورنۍ او مینه‌والو څخه جلا شو.

موږ نه‌شو کولای چې د مطیع‌الله تراب د ژوند اړخونه او د ده د مړینې ویر په یوه مقاله یا یو کتاب کې بیان کړو. د تراب ژوند، شعرونه او غمجنه مړینه هر یو ځان‌ته جلا باب دی او جلا څېړنو او بحثونو ته اړتیا لري.

د ده د مړینې ناڅاپي خبر هک‌پک کړم، داسې چې د څه لیکلو توان یې هم رانه واخیست، ما ونه‌شو کړای چې د دې غمجنې پېښې په باب څه ولیکم. په اوسني فرهنگي بهیر کې د تراب صاحب شاعري او په ځانگړي ډول د ده د شعرونو لوستل، گڼ‌شمېر مینه‌وال لري. په اوسني ادبي بهیر کې د تراب صاحب د فرهنگي شخصیت د مهم‌والي او ځانگړې شاعرۍ په وجه ما پخوا یوه مقاله لیکلې او خپره کړې وه، اوس یې د ده د غمجنې مړینې په پار یوځل بیا خپروم.

   آصف بهاند

مطيع الله تراب،

د ډکو زړونو چیغه

(په اوسني پښتو شعر کې یو نوی باب)

«د نـړیوال الـزام په تـور باندې ککـړ هم زه یم

عجیبه دا ده لا چې مړ هم زه یم، پړ هم زه یم»

*****

«جگړیز حل او سوله ایز حل یو کېدلای نه شي

لکه یـوه مـوزه کې دوه پـښې ځـایـدلای نه شي»

(مطیع الله تراب)

د پښتو اوسنۍ شاعرۍ په بڼ کې د جگړې له سونامۍ له را پیدا رنگارنگ ناخوالو سره، سره یو نیم داسې گل را وغوړېـږي، چې ډیرې تشې ډکې کړي او پر خزان وهلي بڼ باندې داسې پسرلي راولي چې د شعر هر بند یې د بدن او فکر ناروغ او دردمن بندونه رغوي، مات زړونه کوشیروي، په یوه شعر کې د یو پنډ تاریخي کتاب حقایق د هنر په ژبه بیانوي او پر غمځپلو او ماتو زړونو باندې د خزان په موسم کې شین او گلورین پسرلی غوړوي.

د دې شاعـرانو د لومړي کتار سرلاری مطیع الله تراب نومېـږي. دی خپل شعرونه په هر محفل او پر هر دریځ باندې د کاغذ له مخې نه، بلکې د خپلې حافظې له چیپ نه په یوه داسې ځانگړي انداز سره وايي چې څه قوت یې د شعر په تورو او حقایقو کې او څه قوت د ده په ځانگړې دیکلمې او د ادا په طرز کې، چې دواړه سره یو ځای شي، نو اورېدونکی هک حیران کړي.

مطیع الله تراب د اوسني وخت د سیاسي او ټولنیزو جبرونو له ناخوالو څخه د زورېدلو ډکو زړونو هغه چیغه ده چې د استثنايي هنري کلماتو په قالب کې، ترخه تاریخي حقایق بیانوي او د یو ترخه ډک جام په ډول یې ټولو ته په مخ کې ږدي. دا چیغه په یوه ځانگړي هنري انداز سره یوازې د مطیع الله تراب له ستوني راوتلې او راوزي چې کېدای شي «د زمانې غږ» ورته وویل شي.

د ښاغلي مطیع الله تراب په باب خبرې، بحث او نور شعرونه یې بل وخت، د اوس له پاره یې دغه وروستی شعر تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم:

غــزل 

د امـبـار، امـبـار غـمـونـو منـځ کى سوځم

لـکـه خـس د تـنـورونــو مـنـځ کـى سوځم

لکـه جـوار د بټ په ګرمو شګو پـروت يم

تـاو د خـپـلـو ارمـانـونـو مـنـځ کـى سوځم

د پرهـر په دود مې خوله په ویـنو سره ده

د مـلـهم، مـلـهم لاسـونـو مـنـځ کـې سوځم

په څـلـویـښـتـو کې مې ډډ پـر ډډون راغی

د زلـمــیــو چـنـارونـــو مـنـځ کــې سوځم

د یـعـقـوب د مـیـنې تــاو رانــــه وبــاسـي

د یوسف غوندې د ورونو مـنځ کې سوځم

د هـارون غــونـدې زوړنــد یـمـه لـه ژبـې

زه د خــپــلو گـنـاهـونـو مـنـځ کــې سوځم

عـنـکـبـوت غـونـدې په خپلو لومو بـنـد یم

د نـري، نـري تـــارونــو مـنـځ کې سـوځم

لـکـه ونـه وهــل خــورم لــه خــپــله لاسه

د تـبـرونـو او گــواښـونو مـنـځ کې سوځم

«هــر پـهـلـوان دلـتـه یـــو ځـــل د مـټـو زور آزموي

چې هغه لاړ شي، بیا یې نور او بیا یې نور آزموي»

*****

«دلـتـه سـرمـاتـی او غـاښماتـی بـوچ مـړوند پاتې دی

هـر پـهـلـوان دلـتـه د سـریـښو ډنـډ کې بـند پاتې دی»

(مطیع الله تراب)

د مطیع الله تراب لنډه پېژندنه:

مطیع الله تراب په ۱۳۵۰ هـ ش کال د ننگرهار په خوږیاڼیو کې زېږېدلی دی. تراب د ښوونځي په څلورم ټولگي کې و چې د جگړې اور یې کلي کور ته ور ورسید او کوچنی تراب نا چاره له خپل کلي کور نه کډې او لېـږد ته اړ شو. هماغه و چې له خپلې کورنۍ سره یې لکه د ډیری افغانانو په څېر پېښور ته مخه کړه او په بډه بېره کې یې واړول.

پردي وطن او پردي چاپېـریال د نورو زدکړو مجال ورنکړ. له بدلونونو وروسته وطن ته راستون شو، خو ناخوالې ورځ تر بلې ډېرېدې او تراب زړه او ذهن کې د داسې خبرو زړی پسې شینده چې دا دی نن یې تراب په جهر سره له خولې راباسي او د خپل وطن او خلکو روانې بد مرغۍ د ترخو واقعیتونو په ډول د شعر په داسې ژبه بیانوي چې د افغانستان او افغانانو د هر دوست او هر دښمن د زړه تل ته ورننوري او تاثیر پرې کوي.

له بده شامته چې زموږ د زمانې دا اور ژبی شاعر د خپل ژوند د پرمخ بیولو له پاره اوس په فزیکي کارونو بوخت دی. د مطیع الله تراب ژوند اوس د یو عادي کارگر، د یو عادي سوټک وهونکي په ډول تېرېـږي او د «پښ» دنده ترسره کوي؛ خو شعر ته یې او فکر ته یې ټول خلک حیران او گوته په غاښ دي.

ډېـری افغانان، په تېـره ډېـری پښتانه، په ژوندینې خپل خدمتگاران او د کار خلک سم نه پېـژني او سم درناوی او قدردانی یې نه کوي، وروسته له مرگه چې بیا ډیر ناوخته وي، د افسوسونو او خواشینیو لښکر ورپسې روانوي.

په دغسې اشخاصو کې یو مطیع الله تراب دی چې ځینې خلک یې په خبرو کې سرتاج گني، خو په عملي ډول په خاورو کې پروت لعل دی. ښه به دا وي چې په ژوندینې د تراب درناوی او قدردانی وشي، له معنوي پلوه یاد او له مادي اړخه یې لاسنیوی وشي.

د مطیع الله تراب په «سپین بغاوت» نومې ټولگه کې، ښاغلي عرفان الله شېرزاد، د تراب صاحب ډیره لنډه بیوگرافي لیکلې ده او د هغې په ترڅ کې یې د تراب صاحب د نورو شعري ټولگو یادونه هم کړې ده، په دې ډول:

ــ غبار پر هینداره،

ــ للمې گلونه،

ــ د کاڼي اوبه.

د ښاغلي شیرزاد بشپړه لیکنه دا ده:

د اوس له پاره ما ونه شوای کړی، پته ولگوم چې د ښاغلي تراب پاسنۍ ټولگې چې ښاغلي عرفان الله شیرزاد یادې کړې دي، چاپ شوې ټولگې دي، که ناچاپ. زه د تراب صاحب د ژوند او ادبي فعالیتونو په باب خپلو څېړنو ته دوام ورکوم، هر ډول نوي مالومات چې ما تر لاسه کړل له تاسو درنو لوستونکو سره به یې شریک کړم.

دلته به د مطیع الله تراب څو ټپـیـزې او څو بیتونونه د ده د کلام د بېلگې په ډول راواخلم:

زمـــا هــويـت زمـــا هــېــواد يــې

ته دې ژوندی وې ته دې ښـاد وې

تـــــــر قــــيـــامــتــه دې آزاد وې

زه دې بــربــاد، تـــه دې آبـاد وې

آ دې برباد شي چې څوک تا بربادوينه

*****

درلـه بـه ځان خاورې ايـرې کړم

هــېــواده! تــا بــه ګــل درې کړم

پــه دښـمـنـانـــو بـــه نــارې کړم

زه بـــه يـې شـال ذرې ذرې کړم

څوک چې زما شړۍ ته واچوي لاسونه

*****

دعــا کــوه چـې سـتـا پــه لار شم

زه د کـار څيـز بـه دې پـکـار شم

تـا سره ګـرځـم چـې هـوښيار شم

ستا لـه سر پـوښ ټـوپکه ځار شم

په اوږه ستا دی، کـږه زه له خياله ځمه

*****

مــلالــې زر پـــه وطــن کـېـښود

ايـوب لـښکـر پـه وطــن کـېـښود

مـا داسـې نـر پـه وطــن کـېـښود

جـانان مې سر پـه وطن کـېـښود

په تار د زلـفـو به کـفـن ورتــه ګـنـډمه

*****

مـري، خو په لار د پېغور نه ځي

دی خپل تاريخ ته مخ تور نه ځي

شور کوه مه، په شور څه نه ځي

پـښـتـون جنت تـه په زور نه ځي

خو په رضا تر دوزخو در سره ځينه

*****

ويـده لـه ويـښه ګـټـه نـه ده کړې

غـوښې له سيخه ګـټه نه ده کړې

مـا له سر ويـښه ګـټه نه ده کړې

تـا لـه تـاريـخـه ګـټـه نـه ده کړې

پــه تـورخم مـا سره تـه ماچوه لاسونه

قــلــم کـاغــذ نـــه کــرونــدې تــه څـوک کـمـک راوړي

دلـتـه چې هــر څــوک راشي ځـانـسره ټـــوپـک راوړي

*****

لا ویــنـې غــواړي، لا ســرو بــانـــدې مــړه نــه شـولـه

دا د دوزخ کـــومـــه ټـــوټـــه ده چـــې ســـړه نــه شـوله

*****

لــه هـغـه را چـې شـي پـــه سـیـمـه کې یــو بـم چـاودلی

لــــه ډیــــره درده مـــې دا زړه لـــکـــه غــنـم چــاودلی

(مطیع الله تراب)

د مطیع الله تراب د فکر او فن په باب د ځینو قلموالو نظریات:

په پیل کې د استاد سیستاني دا جملې:

«…مقاله دیگری که از خواندن آن سخت لذت بردم، یادکرد کوتاهی از مطیع الله تراب شاعر آتشین کلام زبان پشتو است که نویسنده وی را (د ډکو زړونو چیغه) نامیده است وبعد یک قطعه شعر او را به خواننده گان پیشکش نموده است.

به نظرمن، مطیع الله تراب را نمیتوان در سخن یا کلام یا چند سطر و چند صفحه نوشته معرفی کرد، باید او را در هنگام دکلمه شعرهایش دید و درد ها و سوزها و گدازهایش را درک نمود. هیچ شنونده ای نیست که با شنیدن دکلمه شعر او، مویها بر روی بدنش راست نه ایستد.

تراب هنگام خواندن شعرش به دریای طوفانی ای میماند که امواج دکلمه های شعرش، شنوندگان را نیز با خود بردوش این امواج به سیر این طوفان می برد. من هرباری که او را درحال خواندن اشعارش در محفلی می بینم، بیدریغ خود را با طوفانی از درد و رنج و خشم مردمی توهین شده ومحکوم به مرگ و بی سر و بی سر پرست، روبرو می یابم که برای نجات شان از نابودی آنها را به بیداری و اتحاد دعوت میکند، ودلم میخواهد عمر باقی مانده ام را درقدمهای تراب نثارکنم. از خداوند برای این شاعر آتشین کلام و مبارز دلیر وطن طول عمر وسلامتی آرزومیکنم.»

                                          (کاندید اکادیمسین محمد اعظم سیستاني)

د تراب نوم او د تراب شعرونه په ډیرو ستېژونو باندې، په ځینو خولو کې او په گڼو مجلسونو کې یادېـږي او گرځي راگرځي، ځوانانو په خپلو موبایلونو کې د تراب په خپل غـږ کې، د تراب د شعرونو ویدیوگانې خوندي کړې دي او لکه د خوښې وړ موسیقي، هر وخت یې چې زړونه وغواړي اوري یې او گوري یې، الهام ورنه اخلي او احساسات یې پارېـږي.

ښايي د تراب د شعر د شکل او محتوی په هکله، د ده د شخیت او افکارو په باب ډېرو خلکو په لیکلې او نا لیکلې بڼه خپل نظریات، په بېلابېلو ځایونو کې وړاندې کړي وي چې د ټولو راپیدا کول او خوندي کول ډیر ستونزمن دي. دلته به زه د اوس له پاره د مثال په ډول، د څو تنو مطرح فرهنگیانو نظریات راواخلم:

دقیق او پرکاره مؤرخ او د لویې پوهې او حوصلې خاوند قلموال، کاندید اکادیمسین محمد اعظم سیستاني د تراب په باب په لنډو جملو کې ډېرې دقیقې نا ویل شوې خبرې کړېدي چې د افغان جرمن آنلاین پورتال د نظریاتو په پاڼه کې راغلې دي.

د یادونې وړ بولم چې استاد سیستاني دیادو جملو تر لیکلو پخوا هم څو ځلې په شفاهي ډول د مطیع الله تراب د شخصیت او شاعرۍ په باب خپل نیک نظریات له ما (آصف بهاند) سره شریک کړی وو، خو دا ځل یې د تراب په باب زما د همدې مقالې د لومړۍ برخې په خپریدو سره، په لیکلې بڼه د ۲۰۱۸ ام کال د دسمبر ۲۳مه نېټه خپل دانشمندانه نظر داسې ولیکه:

«…مقاله دیگری که از خواندن آن سخت لذت بردم، یادکرد کوتاهی از مطیع الله تراب شاعر آتشین کلام زبان پشتو است که نویسنده وی را (د ډکو زړونو چیغه) نامیده است وبعد یک قطعه شعر او را به خوانندهگان پیشکش نموده است.

به نظرمن، مطیع الله تراب را نمیتوان در سخن یا کلام یا چند سطر و چند صفحه نوشته معرفی کرد، باید او را در هنگام دکلمه شعرهایش دید و درد ها و سوزها و گدازهایش را درک نمود. هیچ شنونده ای نیست که با شنیدن دکلمه شعر او، موی ها بر روی بدنش راست نه ایستد.

تراب هنگام خواندن شعرش به دریای طوفانی ای میماند که امواج دکلمه های شعرش، شنوندگان را نیز با خود بردوش این امواج به سیر این طوفان می برد. من هرباری که او را درحال خواندن اشعارش در محفلی می بینم، بیدریغ خود را با طوفانی از درد و رنج و خشم مردمی توهین شده ومحکوم به مرگ و بی سر و بی سر پرست، روبرو می یابم که برای نجات شان از نابودی آنها را به بیداری و اتحاد دعوت میکند،ودلم میخواهد عمر باقی مانده ام را درقدمهای تراب نثارکنم.ازخداوند برای این شاعر آتشین کلام و مبارز دلیر وطن طول عمر وسلامتی آرزومیکنم.»

سیستاني صاحب بیا همدا مطلب په لږ بدلون سره د ۲۰۱۸ ام کال پر ۲۵ مه نیټه په خپله فیسبوک پاڼه کې د تراب صاحب له یوې ویدیو سره مل کېښود چې لیکنې بشپړ متن یې دا دی:

«مطیع الله تراب شاعر آتشین کلام زبان پشتو که استاد آصف بهاند او را «د ډکو زړونو چیغه» نامیده است، یکی از نوابغ شعرای روزگار ما است.

مطیع الله تراب را نمیتوان درسخن، یا کلام یا چند سطر نوشته معرفی کرد، باید او را در هنگام دکلمه شعرهایش دید ودرد ها وسوزها وگدازهایش را درک نمود.

هیچ شنونده ای نیست که با شنیدن دکلمه شعر های او، متحسس نشود و مو براندامش راست نه ایستد. تراب هنگام خواندن شعرهایش که با فصاحت کلام و بیانی فصیح همراه است و بدون کاغذ از حافظۀ خویش با حلاوتی خاص بیان میکند، به رود خروشان و طوفانی ای میماند که صدای با صلابتـش، احساسات وطن دوستی وعدالت خواهی را قمچیـن میزند وعواطف حق طلبی وتحرک و بخود آمدن را در انسان زنده وشنونده را به وجد می اورد تا با فریاد موج آساییش بردوش طوفان سوارگردد.

من هرباری که او را درحال خواندن اشعارش در محفلی می بینم، بیدریغ خود را با طوفانی از درد و رنج و خشم و طنز و طعنه به مردمی متفرق، توهین شده و محکوم به بمباردمان وسلب حقوق، روبرو می یابم که برای نجات شان از نابودی، فقر و دربدری؛ آنها را به بیداری و اتحاد دعوت میکند، دلم میخواهد عمر باقی مانده ام را درقدمهای تراب نثارکنم…»

دغه راز د سیستاني صاحب د پوست په کامنت کې ښاغلي قاسم باز هم د تراب په باب خپل نظر او سترگو لیدلی حال لیکلی و چې د ۲۰۱۸ کال د دسمبر په ۲۶ مه یې د افغان جرمن پورتال د نظریانو په پاڼې ته هم لیږلی و. د ښاغلي باز د نظر په یوه برخه کې داسې راغلي دي:

«… محترم استاد. زه خوږ ژبی حماسی او انقلابی شاعر ښاغلی مطیع الله تراب د جهاد له دورانه له نژدی پیژنم هاغه زما د ورونو او ورارو ډیر نژدی دوست او ملګری دی. مطیع الله تراب د نن ورځی شاعر نه دی هاغه د زخمی زړونو شاعر دی ده خپله شاعری او حیدری چیغی د جهاد له دورانه شروع کړی او تر اوسه یی دا سلسله په ډیره میړانه پر مخ بولی او وړیی. ښاغلی تراب خپله شاعری په ډیرو بدو اقتصادی شرایطو کښی بدون د ترس او لرز په پوره ایمانداری تر دی ځایه راورساوله، اوس زمونږ ایمانی وظیفه ده چی ددی خوږ ژبی شاعر قدردانی وکړو. دده کلام د واقعی افغانانو کلام دی، زه شخصآ جناب مطیع الله تراب د نن ورځی خوشحال خان خټک بولم ځکه چی دا یو یاغی او باغی شاعر دی. د ښاغلی مطیع الله تراب د کلام ځانګړتیا په دی کی ده چی دده هر شعر ځانته علیحده لذت شور او هیجان لری. زه که هرڅومره ددی حماسی انقلابی او یاغی شاعر په باره کښی ولیکم بیا هم د کمی احساس کوم. زما د جناب مطیع الله تراب ټول اشعار ډیر زیات خوښیږی…»

پوهاند ډوکتور محمد اسماعیل یون، د تراب په باب تر ټولو نورو قلموالو ډیر څه ویلي او لیکلي دي. ده د تراب د شعري ټولگې (سپین بغاوت) له پاره یوه مقدمه لیکلې، چې د دې سلسلې په بله برخه کې به خبرې پرې وشي، خو دلته د ښاغلي یون دغه لنډې جملې راواخلم چې ده د «سپین بغاوت» د مخکتنې په غونډه کې د تراب په باب د خپلې وینا په ترڅ کې ویلي دي:

«تراب د خپلې ټولنې له منفي واقعیتونو پرده پورته کوي، پر هغو زورېـږي او په خپل کلام کې داسې پیغامونه انتقالوي چې کېدای شي هغوی ته په پام سره د یادو ټولنیزو رنځونو د درملنې له پاره یوه نسخه وگڼل شي…»

د دې برخې د لا رنگینۍ له پاره د تراب د یو شعر څو بیتونه:

یــاره نــور څــــومــره انـتـظار دا سـتـا لــه پـــاره وکړم

مــنــزلــــه نــــور څـــومــــره مـزل پر دغې لاره وکړم

د هـــغــه را چــې د دریـــاب ســر تـــه ونــــه رســېــدو

د ســر خــــوړلــي انـــقـــلاب ســـرتـــه ونــــه رســېــدو

قــلــم کـاغــذ نــه کــرونــدې تــه څــوک کـمـک راوړي

دلـتـه چې هــر څــوک راشي ځـانــسره ټـــوپـک راوړي

د دنـیـا لــوی بـشـر دوسـتـان وي خــو چـې دلـتــه راشي

حـاتـم طـایي نـوشـیـیـروان وي خـــو چــې دلــتــه راشي

ترې چنگیز خان او منگول خان هلاکـو خان جــوړ شي

یا رنجیت سنگ یا گـوډ تیمور یا گرگین خان جــوړ شي

څـه خـپـلـه مــوږه سـرخـوړلي اتــل سر تــه نــاست یــو

نورو ته سیـوري جـوړوو په خـپله لمر تـــه نــاست یـــو

ډلــگۍ، ډلــگۍ، جـبـهـه جـبـهـه، تـنـظـیـم تـنـظـیـم وطنه

پـه شـرق او غــرب شـمـال جـنـوب بانـدې تـقـسیم وطنه

سـل سـره شـتـه ولــې د سـلـــو ســـرو ســـر نـــه لـــري

دا وطــن زر لـــري مـلــگــرو، خــو زرگــر نــه لـــري

لا ویــنـې غــواړي، لا ســرو بــانــدې مــړه نـــه شـولـه

دا د دوزخ کـــومـــه ټـــوټـــه ده چـــې ســـړه نـــه شوله

لــه هـغـه را چـې شـي پـــه سـیـمـه کې یــو بـــم چاودلی

لــــه ډیــــره درده مـــې دا زړه لـــکـــه غــنــم چــاودلی

«سپین بغاوت» (د مطیع الله تراب د شعرونو ټولگه)

کـابـلـه تـه د خپـل ښـایست قـاتـلان نـه پـېـژنې

په خپل وجـود کې د لستوڼي مـاران نه پېـژنې

کابـله زه نـور چـوپه خوله پاتې کېدلای نه شم

نور خپل وطن کې مهاجر ځانته ویلای نه شم

*****

د سیاست د زهـریله مارانو جنگ کې ښکېل یـو

لـه دې هـیـبـته مـو لـه خـولو نه راوتــلي زړونه

چـورلـکـې راغـللې غـدۍ لـه کلي بیا تـاو شوې

حیران هر چا په دواړو لاسه کې نیـولي زړونه

د مقالې د دې برخې په پیل، د دې خبرې یادول ضروري دي چې: د مقالې په دریمه برخه کې د ښاغلي تراب په باب، ما د استاد سیستاني صاحب د خبرو دري متن را اخیستی و. دا زما تقصیر و چې د سیستاني صاحب په فیسبوک پاڼه کې مې د تراب صاحب په باب د دوی د خبرو پښتو متن ته پام نه و شوی. دا د ښاغلي تراب په باب د سیستاني صاحب د خبرو پښتو متن دی:

« د پښتو اور ژبی شاعر، مطیع الله تراب !

مطیع الله تُراب چې استاد آصف بهاند په حقه «د ډکو زړونو چیغه» نومولی دی زموږ د عصر د شاعرانو یو له نوابغو څخه دی.

څوک نه شي کولای مطیع الله تراب په څو خبرو، کلام یا څو کرښو معرفي کړي، دی باید د خپلو اشعارو د دیکلیمو پر مهال ولیدل شي تر څو د دﮤ د کړيدلي زړه د تڼاکو سوز او گداز باندې پوه شي.

هیڅ داسې اوریدونکی به ونه موندل شي چې د تراب د شعر په اوریدلو ﺌـې احساس راونه پاریږي ان تر دې چې ویښتان ﺌـې پر ځان ونه دریږي. تراب د خپلو اشعارو د لوستلو پر مهال چې په خپل خوندور کلامي او بیاني فصاحت د اوریدونکي غوږونه تخنوي او له کاغذ پرته د خپلې حافظې په مټ خپل شعري احساس بیانوي، هغه څپانده سیند ته ورته ښکاري چې د خپل غږ په صلابت غواړي د هیواد پالنې او عدالت غوښتنې احساسات په متروکو وهي او د انسان په وجود کې د حق غوښتنې او په هوښ راتلنې احساس په خوځښت راولي او اوریدونکی تر هغه ځایه لوړ بیایي چې غواړي خپله د څپو او توفان پر اوږو سپور شي.

هر ځل چې زه ښاغلی تراب په کومې غونډه کې د خپلو اشعارو د لوستلو پر مهال وینم، نو ځان د متفرقو، په سپکو سپورو رټل سویو، په بمبارد د محکومو او له حقونو د بې برخه شویو کسانو د درد، رنځ، کړاو، خښم، طنز او لغازو په منځ کې وینم چې له نابودۍ، فقر، او در په درۍ څخه ددوی د ژغورنې لپاره ﺌـې بیدارۍ او اتحاد ته رابولي، او تر دې کچې مې پاروي چې زړه مې غواړي خپل پاتې ژوند د تراب په گامونو کې ځار کړم.»

                                                                 )اکادیمسین کاندید محمد اعظم سیستاني(

د تراب د شعرونو یوه ټولگه «سپین بغاوت» نومېـږي. د دې مقالې (مطيع الله تراب، د ډکو زړونو چیغه، په پښتو اوسني شعر کې یو نوی باب) په دویمه برخه کې د ښاغلي عرفان الله شېرزاد په حواله ما (آصف بهاند) د تراب صاحب د «سپین بغاوت» او نورو شعري ټولگو په باب داسې لیکلي وو:

«د مطیع الله تراب په «سپین بغاوت» نومې ټولگه کې، ښاغلي عرفان الله شېرزاد، د تراب صاحب ډیره لنډه بیوگرافي لیکلې ده او د هغې په ترڅ کې یې د تراب صاحب د نورو شعري ټولگو یادونه هم کړې ده، په دې ډول:

ــ غبار پر هینداره،

ــ للمې گلونه،

ــ د کاڼي اوبه.»

ما (آصف بهاند) یې تر اوسه پورې د نورو شعري ټولگو په باب څه نه دي لوستي او یوازې یې د «سپین بغاوت» په باب هغومره مالومات وړاندې کوم، چې له بېلابېلو منابعو نه مې ترلاسه کړی دی.

دلته د دې خبرې یادول هم اړین گڼم چې لوستونکې دې د ښاغلي تراب «سپین بغاوت» له یو بل کتاب سره نه مغالته کوي چې د طالب مشرانو د معرفۍ له پاره د «د سپین کاروان سرلاري» په نامه خپور شوی دی.

د تراب صاحب د «سپین بغاوت» په پیل کې، د تراب د شعر او شاعرۍ په باب، د راغلو ځینو ښاغلو نظریات، زما د ځینو فرهنگ دوستو یارانو په مرسته تر ما پورې را رسېدلي دي، چې په هغو کې د تراب د شعر او شخصیت په هکله تر ټولو دقیقې او د حساب وړ خبرې د ښاغلي محمد اسمعیل یون خبرې دي. د ده د خبرو په یوه برخه کې داسې راغلي دي:

«… تراب هم د خپلې زمانې یو سړی دی، یو بلبل دی، یو فریاد دی او یو غږ دی. دا غږ پر چا ښه لگي، پر چا بد لگي، خو تراب د حقیقت او واقعیت په لټه کې دی. لومړی خپل رب ته په سجود دی او بیا د هغه له مخلوق سره په جگړه دی چې د خپل خالق له حکمونو سرغړاوی کوي…

… پر خلکو د تراب کلام ځکه ښه لگېده چې تراب د خلکو د زړه خبره کوله، ده له هغه چا څخه پوښتنه کوله چې چا ترې پوښتنه نه شوه کولای. د ده دا نظم: «داسې څوک شته چې دې راغلو نه پوښتنه وکړي؟»

د هر هېوادوال پر ژبه و… د تراب شاعري نه یوازې د ملي او وطني احساساتو څرگندویه ده، بلکې د ده شاعري د ژوند د نورو ټولنیزو او عاطفي خواوو انځورونه هم کوي…

د ده کلام اکثره د غزل او مقیدو نظمونو په کالبونو کې افاده کېـږي. تراب خپله، خپل نظم په داسې ښکلي انداز کې لولي چې ځانگړی لذت او قوت لري او د ده خپل سټایل گڼل کېـږي… د تراب په کلام کې ولسي رنگ هم جوت دی، ځینو ځایونو کې لهجوي تاثیرات هم ورڅخه څرگندېـږي. په غزل کې هم پخې تجربې او په نظم کې هم. نظمونه یې پر عوامو او غزل یې پر خواصو خپل، خپل تاثیرات لري.

د تراب شاعري له دې کبله خلکو ته خوند ورکوي چې دی د دربار او سرکار مخالف دی، دا دربار او سرکار بیا له اولس سره مخالف دی او تر دې دمه یې له اولس سره پخلاینه نه ده شوې. تراب د ولس همدا درد او همدا پیغام په خپل کلام کې ځای کړی، نو ځکه ولس ته خوند ورکوي. د همدغې ځانگړتیا له مخې، تراب ته له درباره لرې، د ولسي شاعر خطاب کولای شو. تر هغه وخته چې تراب دا حالت په خپل کلام کې ساتي، نو د ولس په زړه کې به ځای لري او که خبره معکوس شوه، نو بیا به د تراب او ولس ترمنځ به همدومره واټن وي، لکه اوس چې د ولس او ولسمشر ترمنځ دی.» (سپین بغاوت، د مقدمې ۷ ــ ۱۱ ام مخ پورې)

د تراب صاحب په «سپین بغاوت» ټولگې کې د راغلو شعرونو ډېـرې بېـلگې، تراب صاحب په خپله په مشاعرو او محفلونو کې، په خپل خاص انداز او سبک سره وړاندې کړې دي چې پر هر لیدونکي او اورېدونکي باندې ځانگړی تاثیر کوي.

کله چې د تراب شعرونه ولوستل شي یا واورېدل شي، دراک خلک په دې پوهېـږي چې د تراب د شعر ژبه ډېره آهنگینه ده او د آهنگین شعر تاثیر تر عادي شعر څو چنده ډېر وي او بیا په کوم احساس او انداز یې چې دی په خپله اوروي او وړاندې کوي یې، شعر ته بل احساس او بله ژبه وربښي.

په «سپین بغاوت» کې د اوسنۍ زمانې ډیر ترخه حقایق د شعر په قالب کې د یوه تیره تیغ په ډول وړاندې شوي دي. د «سپین بغاوت» په مخکاته غونډه کې چې د «ملي تحریک» په نوښت جوړه شوې وه، گڼو شاعرانو، فرهنگیانو او د تراب د شعر مینه والو گډون کړی و. په دې غونډه کې ښاغلي اسمعیل یون هم خبرې کړې دي. ده د خپلو خبرو په ترڅ کې د تراب د یادې شعري ټولگې (سپین بغاوت) په باب داسې ویلي دي:

«تراب د خپلې ټولنې له منفي واقعیتونو پرده پورته کوي، پر هغو زورېږي او په خپل کلام کې داسې پیغامونه انتقالوي، چې کېدای شي هغوی ته په پام سره د یادو ټولنیزو رنځونو د درملنې له پاره یوه نسخه وگڼل شي…»

د دې برخې د پای له پاره مې د تراب دغه بیتونه غوره کړي دي:

چـا پــه قــلـم چـا پـــه خــنــجـر بـانـدې وهـلي زړونه

چـا پــه کـونـداغ چــا په ټـوپک باندې ویشتلي زړونه

پـه گـوړه مــرو زمـوږه زهـرو ته حاجت نه شته دی

مــوږه پـه یــو خــوږه خـبـر بـــانــدې بـایـللي زړونه

زمـا نـه دوه زړونـه ورک شـوي زمـا دوه بــچي وو

کـه چا وي چـیـرته پر دې لار کې مــونــدلي زړونه

گـټـه تـاوان و سر او مــال مـې وو پـه مـخکې ایـښي

پس لــه هـغــې نــه مـوږ د دې خـلـکـو گـټلي زړونه

چــورلـکـې راغـللې غـدۍ لـه کـلي بــیـا را تاو شوې

حـیـران هـر چـا پـــه دواړو لاسه کې نـیــولي زړونه

د سیاست د زهــریـلــه مـارانـو جـنگ کې ښکېل یـو

لــه دې هـیـبـتـه مــو لــه خــولـو نــه راوتلي زړونه

«بند به تر څو د خپل تـقـدیـر په ځنځیـرونو پروت یم

زه به تر کـومه ستا پـر پـښو او په لاسـونـو پروت یم

تـه بـه تـر کـومـه خپـل ځـان حـق ما به نا حـق بـولې

زمـا اطـاعـت بــه د خــپــل ځــــان مسلـم حــق بـولې

چې د مظلوم څېـرې گـریوان ته تار او ستـن پاتې دي

څو محدود کسه دي چې دې خاورې ته ژمن پاتې دي»

تراب د جگړې د نسل هغه شاعر دی چې د اورونو له بټۍ راوتی دی او د شعر ژبه یې هم د اور په څېر تونده او سوځونکې ده، خو داسې مینه هم په کې نغښتې ده چې په امیدونو پورې نښتې ده، د وطن مینه او له خلکو سره مینه یو محروم، ځپل شوی او له هره اړخه تر فشار لاندې قوم د پوهولو او بیدارولو مینه.

د تراب ټول فکر، ذکر، قلم، ژبه او هر څه د خپل وطن حالاتو ته متوجه دي د افغاني ټولنې او په تېره د پښتنو د ژوند نیمگړتیاوو ته یې خپل کلام وقف کړی دی. تراب په گل، بلبل، هجران، معشوقه او نورو هغو مفاهیمو کې نه دی راگیر لکه ځینې قلموالو او شاعرانو چې د خپلو تخلیقاتو مخ وراړولی دی.

د تراب مخاطبین درې ډلې خلک دي:

ــ ټول ولس، چې دوی ته تراب د تاریخ په رڼا کې، په وطن کې د روانو حالاتو نیمگړتیاوو ته په اشارې سره حقایق بیانوي،

ــ د ټولنې نوی نسل، چې تراب یې په حقایقو خبرول او راویښول غواړي،

ــ د وطن او خلکو دوښمنان چې د وطن تاریخ، جغرافیه او هر څه یې لیلام ته وړاندې کړې دي. هغه کسان یې مخاطبین دي چې د خپلو شخصي گټو له پاره یې د وطن دوښمنانو ته مخه، خو وطن ته شا کړې ده. تراب هغوی ته وایي چې وطن د چا دی، څوک یې ساتنه  او پالنه کوي او په پای کې به مختوري څوک وي.

د تراب په هر شعر کې تاریخي حقایقو ته په کتو سره ډیرو عمده ټولنیزو او سیاسي نیمگړتیاوو ته پام ساتل شوی دی او په خپل کوډگر قلم او هنر سره یې د تاریخ او سیاست پنډ کتابونه په یوه ټوټه شعر کې په هنري ژبې سره بیان کړي وي.

تراب څنگه چې په ټولنه او سیاست کې روان عیني ترخه حقایق په سحرگره ژبه انځوروي، په هماغسي سحرگر انداز سره یې داسې وړاندې کوي چې په نیغه د خپلو اورېدونکو په زړونو کې ورننوزي او ځانته ځای پیدا کوي. دا د ده د کلام او د ده د پیام هغه قوت دی چې په نورو شاعرانو کې ډېر لږ لیدل کېږي.

په اوسنۍ پښتو شاعرۍ کې حماسي ـ تغزلي رنگ په گډه لیدل کېږي، خو د تراب په شعر کې حماسي، وطني او تاریخي رنگ ډېر غالب دی.

د تراب په شعر کې تر انځورونو، پیامونه ډېر د پام وړ او قوي دي. او دا پیامونه په داسې آهنگینه ژبه وړاندې کېـږي چې پرې پوهېدل او منل یې اسانه کوي.

د تراب په شعرونو کې د شعار غاړه ډېره هسکه ده او دا شعارونه کله، کله پر ټولو لوستونکو،  اورېدونکو او لیدونکو په تېره پر ځوانانو باندې تر حد زیات اثر ښندي او ان تر دې چې کېدای شي چې ځینې ځوانان غیر قانوني کړنو ته وهڅوي.

د تراب کمال په دې کې دی چې ډېر اوږده او ترخه عیني واقعیتونه په نظم یا یوه غزل او کله، کله په یوه یا دوو بیتونو کې بیانوي او تر ټولو ښه دا چې حللاره هم ورته ښيي.

له شعر نه د اوسنۍ زمانې غوښتنه داسې ده چې:

په شعر کې باید د ژوند، پرمختگ په باب خبرې وشي. ټولنیزو ستونزو ته د حل لار وښودل شي. په شعر کې باید د ژوند پیام نغښتی وي، نه د مرگ او تباهۍ. په شعر کې باید د پرمختگ انساني پیامونه نغښتي وي، نه د وژلو او وینو تویولو، شاعر باید د مینې او عاطفې استازی وي، نه د مرگ استازی. د شاعر په کلام کې باید د ژوند هیلې سر را اوچت کړي، نه د مړینې.

او تراب هر کله دا کار کړی. د تراب کلام د ژوند زیری لري، ازغن به وي، خو د ازغیو په څنگ کې د حق ویلو او حق غوښتلو خواږه پیامونه هغه چا ته ورکوي چې په کلونو او عمرونو ـ عمرونو یې حق خوړل شوی او ورنه اخستل شوی.

تراب د یوه خاموش اکثریت داسې چیغه ده چې د هنر په جامه کې یې د دوست او دوښمن تر غوږو او سترگو رسولې ده، تراب په خپل شعر کې د حق غوښتنې بیرق جگ کړی دی.

کوم توري چې تراب په خپل شعر کې کاروي، دا هماغه توري دي چې له امیرکروړه تر نن پورې ټولو شاعرانو کارولي دي. هر شاعر د خپل فکر په چج او غلبیل کې ښکته پورته او لاندې باندې کړیدي او بیا یې د شعر په نامه څنگ په څنگه ایښي دي؛ خو د همدې تورو او کلماتو په کارولو او سره پـيـیـلو کې تراب داسې هنر کارولی دی چې په زړونو او فکرونو باندې منگولې خښوي، زړونه خپلوي او ټول خلک، په تېره ځوانان داسې هڅوي چې وینه یې په ځوښ راولي او…

تراب په طبعي ډول د تورو او کلماتو په سره څنگ په څنگ اېښودلو کې داسې ځانگړی «منحصر به فرد» استعداد لري چې په بل چا کې تر اوسه نه دی لیدل شوی.

زه د تراب شعرونه او د تراب غږ د افغانستان د خلکو د ډکو زړونو چیغه گڼم.

په پای کې د تراب یو څو انتخابي بیتونه:

بند به تر څو د خپـل تـقـدیـر په ځـنځیـرونو پروت یم

زه به تر کـومه ستا پـر پـښو او په لاسـونـو پروت یم

تـه بـه تـر کـومـه خپـل ځـان حـق ما به نا حـق بـولې

زمـا اطـاعـت بــه د خــپــل ځــــان مسلـم حــق بـولې

چې د مظلوم څېـرې گـریوان ته تار او ستـن پاتې دي

څو محدود کسه دي چې دې خاورې ته ژمن پاتې دي

*****

ویــر واویــلا او غـمـرازي پـه پـښـتـو ژبه کیږي

مـیـدان ګـټـل او سـربـازي پـه پـښـتـو ژبـه کیـږي

پـښـتـو څـرخي پـوري تـــړلي او د دار ژبـه شوه

پـښتـــو فـقـط د جــوالي او څــوکـیـدار ژبــه شوه

تـگ و راتـگ او خـوشـحـالي پـه بـلـه ژبه کیږي

طـــب اقـتـصـاد انـجـیـنـري پـــه بـلـه ژبـه کیږي

پـښتو آخـر هـم د مجـبـور وزیـریـستـان ژبه شوه

پښتو په لوی لاس د مولا او طالب جان ژبه شوه

2 COMMENTS

  1. ارواښاد مطیع الله تراب لکه ګوربت په خپله ځاله ډیر وچغید هغه وخت دکرزی ،غنی غوږونه کاڼه ول اوس یې دولسی نیوکه کوونکی په نوم پالی.
    خوراځۍ چې د یاغی تراب افکار ، موقف، ځای، احساس او کلنګی غیرت له ګلم جم، او داوسنی مسکو سفیر ګل حسن حسن له پوهې سره مقایسه کړو چې کوم ائین دا جواز ور کوی؟
    تراب دافغان فرهنګ غږ دلر اوبر پښتون توره اوخنجر ، ملی احساس، او بقا یو ستر پیام وه

  2. ليکنه: عليخان

    مطيع الله تراب صيب په حق ورسيد

    د افغانستان يو نامتو او ستر انقلابي شاعر مطيع الله تراب په حق رسېدلی، ويل کېږې په ناڅاپی توګه د زړه حمله پرې راغلې وه.

    إِنَّـا لِـلَّـهِ وَ إِنَّـا إِلَـیْـهِ رَاجِـعُـون ○

    خدای بښلی تراب صيب د خلکو په زړونو کي د ده لوړو صفاتو ته په کتوسره ځائ درلود، د غيرت او وطن دوستئ يو ځلاند ستوری ؤ، په خپل ژوند کي هر وخت اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو ته ژمن پاتي شوی ؤ، پر ګران وطن باندي د يرغلګرو تاړاک پر ضد يې له وطن او خپلو خلکو سره د مينې په پار يې تل خپل رسا غږ اوچت کړی ؤ، هغه هم د اشعارو په بڼه کې يې، احساسات او تأثرات څرګندول، تر څو مؤمن او وطن ته ژمن هيوادوال له يوې خوا خپلو اسلامي او ملي مسئوليتونو ته متوجه کړي، خو له بلې خوا يې د يرغلګرو او د هغوئ د اجيرو جګړه مارو په خلاف احساسات را وپاروي، د خدای بښلي تراب صيب شعري الفاضو، څرګندونو د اوريدنکو په زړونو کي د شعور وينه او جذبات تازه کول، د ټولني مشکلات او بې بسي د لرغوني هيواد ړنګ شوي تاريخي نښې نښانې رانغښتي او بيا يې په ښکلی رنګ او غږ کي د حال په ږبه هر چاته په ډانګ پېيلې ښکاره کولې.

    نن ورځ هر وطن ته ژمن او د بيدار زړه څشتن ته تر ټولو نه لوئ زخم د ټولني د تيت پرک کيدو، بی وسيو او بې وزليو دئ، ولي تاسو به وګورئ چې د تراب صيب اشعار د اسلامي ، ملي نواميسو او غيرت تقاضو ته په پام سره د دي زخم درد څومره په شدت سره محسوسوي او د دوئ تر منځ د ملی يوالی لپاره څنګه د څپانده جوش ،غيرت او زخمی جذبانو سره د ټولنی جوړول غوښتل.

    خدای بښلی تراب صيب ، ساده د غريبې ژوند درلود، څه چې يې لرل پر هغوئ يې بسنه او صبر اختيار کړی ؤ، په کرايي کور کی اوسېده ، د مال، متاع راټولو په تلاش کي نه ؤ، يوه ټوټه څادر چې تل به يې پر اوږو پروت ؤ د ده پښتني غيرت او سادګې ځلانده نښه (تراب) ؤ، هغه به د ستونزو سره د مخاخ کېدو پر مهال داسې ویل: زما معامله له لوی رب سره ده، هاغه وخت هم وه ، اوس هم شته او تر څو چې ژوندئ يم وي به، دئ ډير ساتونکی، پالونکی او روزونکی دئ، هر څومره چې د خدای بښلي تراب صيب شاعري مطالعه او وڅېړل شي نو بې له شکه به د يو رښتونی او متين زړه شاعر صفتونه په کي وموندل شي، تراب صيب له ډېرو نيمګړو ارمانونو او ارزوګانو سره له دې فاني دنيا څخه د تل لپاره په مخه ښه وکړه.

    تاسو لوستونکی به د تراب صيب اشعارو ته په پام، له ما سره په دې رای به اتفاق وکړئ چې ننګيالی او غيرتی د ملت په ژبه پوه شاعر خدای بښلی تراب صيب يو رښتونی، په خپلو خلکو او وطن مين يو بې داغه حماسی، ولسی او انقلابی شاعر ؤ، روح يې ښاد او ياد يې تل تازه، الله تعالی دې کورنۍ او خپلوانو ته صبرجميل او په جنت الفردوس کي کور ورکړی.
    امين يا رب العالمين

    درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب