تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول وایي چې د دې هېواد اوسني ائتلافي حکومت د افغان کډوالو د منلو پروګرام درولی، خو په دې بندیز کې هغه کسان نهدی شامل چې مخکې ورته د منلو ژمنه ورکړل شوې وه.
دi دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د برلین اداري محکمې د یوې افغان کورنۍ شکایت وڅېړه — دې کورنۍ چې جرمني ورته د منلو ژمنه کړې وه — او محکمې هم د هغې کورنۍ په ګټه پرېکړه وکړه.
د محکمې له مخې، جرمني مکلف دی چې خپلې ژمنې عملي کړي او د دغو کډوالو لپاره د سفر اسناد صادر کړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د محکمې لازم الاجرا حکم به په دقت وڅېړل شي او دولت به یې تطبیق کړي. له بلې خوا، محکمې دولت ته دا اجازه هم ورکړې چې نوي افغان پناه غوښتونکي ونه مني.
خو د پناه غوښتونکو د منلو د پروګرام بندېدا، زرګونه افغانان چې ډېری یې په پاکستان کې اوسي، له جدي ناندریو او ناڅرګند برخلیک سره مخامخ کړي. دا خلک لا هم د هغو ژمنو د عملي کېدو په تمه دي، چې جرمني ورته ورکړې وې.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته، د جرمني په شمول لوېدیځو هېوادونو د افغان کډوالو د منلو پروګرام اعلان کړی و، تر څو هغو کسانو ته د تېښتې زمینه برابره کړي چې له خطر سره مخامخ ول.
خو د جرمني نوي ائتلافي حکومت، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې واک تر لاسه کړی، دا پروګرام ودراوه. سره له دې، د حقوقي او ټولنیزو فشارونو له امله، حکومت اړ شوی چې له مخکې ورکړل شوې ژمنې عملي وساتي.