Homeخبرونهکرزی ؛ ملي جوړجاړی د تلپاتې یووالي او سولې لپاره غوره لاره...

کرزی ؛ ملي جوړجاړی د تلپاتې یووالي او سولې لپاره غوره لاره ده

تاند『دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۳مه』‏د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر، تاکایوشي کورومیا سره کتنه کې، افغانانو سره د جاپان له مرستو مننه کړې ده.

حامدکرزي ویلي، چې جاپان په ځانګړې توګه په روزنه او روغتیا برخه کې پراخې مرستې کړې دي او د دواړو هېوادونو اړیکې یې تاریخي او دوستانه بللې دي.

په ورته مهال د کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې افغانستان د ټولو ګډ کور یاد شوی او ټینګار شوی، چې ملي جوړجاړی د تلپاتي ثبات او سولې لپاره غوره لاره ده.

پر ملي روغې جوړې د پخواني ولسمشر ټینګار داسې مهال دی، چې طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسې بین الافغاني خبرو ته لاره نه ده پرانیستې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ وروستي پرېکړه لیک هم له طالبانو وغوښتل چې، په افغانستان کې ټولګډونی حکومت جوړ او د بشري حقونو په رعایت سره کړې ژمنې پوره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...