تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو پر کړنو سختې نیوکې کړې دي او دا نړیواله اداره یې تورنه کړې چې پر عملي حللارو تمرکز نهلري، بلکې یوازې کمیټې، کاري ډلې او «د ځانګړو راپور ورکوونکو یو بشپړ صنعت» رامنځته کوي.
نوموړي د طالبانو د مشرانو د نیولو د حکم په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو د بیان په غبرګون کې لیکلي: «همدا هغه څه دي چې ملګري ملتونه پکې مهارت لري؛ د کمیټو جوړول، کاري ډلې، د ځانګړو راپور ورکوونکو یو بشپړ صنعت او د شور او ځوږ یوه سوداګري رامنځته کول — خو هېڅ حللاره نه وړاندې کوي.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ملګرو ملتونو او اړوندو بنسټونو څو څو ځله په افغانستان کې، په ځانګړې ډول د ښځو پر وړاندې، د بشري حقونو د سرعړونو له امله اندېښنه ښودلې. خو خلیلزاد باور لري چې د ملګرو ملتونو اقدامات یوازې سمبولیک یا نمایشي بڼه لري، نه اغېزمنه.
تېره اوونۍ د جرمونو نړیوالې محکمې (د هېګ محکمه) اعلان وکړ چې د طالبانو د مشر «هبتالله اخوندزاده» او د دوی د قاضي القضات «عبدالحکیم حقاني» پر ضد د نیولو د حکم لپاره معقول شواهد شته.
د یادې محکمې په اعلامیه کې راغلي چې دغه دواړه طالب مشران، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ نېټه واک ته رسېدلي، د بشريت ضد جرمونو، لکه د جنسیت پر بنسټ ځورونو او تعقیب، د حکم یا هڅونې په جرم تورن دي.
د طالبانو د حکومت ویاند «ذبیحالله مجاهد» هم د هیګ د نړیوالې جزایي محکمې د څرګندونو او پرېکړو په غبرګون کې یو بیان خپور کړی و، چې په کې یې دا پرېکړې «بېځایه» او «بېاعتباره» وبللي.
په دغه بیان کې راغلي و: «یو ځل بیا یوه بنسټ چې ځان نړیواله محکمه بولي، اعلان کړی چې د اسلامي امارت یو شمېر مشران باید ونیول شي او محاکمه شي. دغه ډول اعلانونه د اسلامي امارت پر شرعي موقف او قوي ارادې هېڅ اغېز نهلري.»
ویاند همداراز ټینګار کړی چې د افغانستان اوسنی حکومت (امارت) د هیګ نړیواله محکمه نهپيژني او ځان ورته ژمن نه بولي.
د هیګ د محکمې د حکم په تایید کې د ملګروملتو د بشري حقونو کارپوهانو په یوه بیان کې چې د جمعې په ورځ (د جولای په ۱۱مه) یې په ایکسپاڼه کې خپور کړ، ویلي دي چې «دا حکم د افغانستان خلکو، په ځانګړي ډول هغو ښځو او نجونو ته چې په تېرو نژدې څلورو کلونو کې یې د طالبانو لهخوا د جنسیتي تبعیض، ظلم، استبداد او زور زیاتي دروند بار زغملی، د عدالت پر لور یو حیاتي ګام دی.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې «دا پرېکړه قربانیانو او پاتې کسانو ته یې دا پیاوړی پیغام ورکوي چې نړیواله ټولنه د دوی غږ اوري، ځورېدل یې ويني، ورباندې باور لري، او دا چې د دوی زړور غږونه بالاخره واورېدل شول.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د روم د اساسنامې غړو هېوادونو ته یاده کړې چې مکلف دي د دغو کسانو په نیونه او عدالت ته یې په سپارلو کې همکاري وکړي، او له دې محکمې او روانو تحقیقاتو یې د سیاسي، ډیپلوماټیکو او مالي ملاتړ د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.