تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) په کندهار کې ځايي سرچینو رسنیو ته ویلي چې یوه بېپیلوټه الوتکه (ډرون) د کندهار په فضا کې د ګزمې پر حال کې لیدل شوې، خو تر اوسه دا نهده معلومه چې دا الوتکه په کوم هېواد پورې اړه لري.
د سرچینو پر اساس، د دې نا پېژندل شوې بېپیلوټه الوتکې ګزمه د یکشنبې په ورځ د ماښام له شاوخوا ۸ بجو راهیسې پیل شوې او تر اوسه دوام لري.
دا بې پېلوټه الوتکه تر ډېره د کندهار ښار په شاوخوا سیمو کې لیدل شوې، او د هغې غږ هم په پرلهپسې ډول اورېدل کېږي.
طالب چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلی او د الوتنې د سرچینې یا هدف په اړه هم کوم جزئیات نهدي خپاره شوي.
کندهار د افغانستان په جنوب کې ستراتیژیک ولایت ګڼل کېږي او د طالبانو د مشر د اوسېدو ځای هم دی. تر دې وړاندې هم د دغه ولایت په اسمان کېدې ته ورته بې پېلوټه الوتکې لیدل شوي دي.
کچیری دا الوتکه د پاکستان له فضا را پورته شوی او اوسني نظام یی شواهد ولری نو ولی نړیوالو باندې غږ نکوی چې پاکستان نړیوال اصول او قوانین تر پوښو لاندی کړی کچیری موږ (افغانانو ) په راتلونکی ورته ګام پورته کړ نو نړیوال دی په موږ نیوکه نکوی یا دد پاکستان دا دوه ګوني چلند مخه ونیسی نو نړیوال به یا پاکستان خپل مسیر ور وښایی یا به پدې دومره وخت کې د پاکستان کړني دروغجنی ثابتی کړی