تاند (شنبه، د چنګاښ/سرطان ۷ مه) د اسرائیل د مالیې وزارت اټکل کړی، هغه مالي زیان چې د دغه هېواد د پوځ له لوري پر ایران د ۱۲ ورځني یرغل په ترڅ کې اسراییل ته اوښتی، له حماس ډلې سره په غزه کې د ۲۱ میاشتنۍ جګړې په پرتله دوه برابره دی.
د اسرائیل پوځ، چې نژدې دوې لسیزې یې د دې جګړې لپاره چمتووالی نیولی و، د غبرګولي په ۲۳مه د جمعې په سهار پر ایران پراخ بریدونه وکړل. دا عملیات چې «د زمریانو څپه» نومول شوې وه، د ایران پر پړځي، اتومي او اداري مرکزونو ترسره شول.
د دغو بریدونو کې په لومړیو ساعتونو کې ګڼ شمېر لوړپوړي ایراني پوځي مشران ووژل شول، او مهمې نظامي، امنیتي او استخباراتي ادارې د بمباري شوې.
په اسراییل کې د کاروبارونو تاوانونه:
د اسرائیل د مالیې وزارت د مالیاتو ادارې د تاوانونو د جبران مسوول د چنګاښ په ۵مه وویل، هغه تاوانونه چې خلک او سوداګر یې د جبران غوښتنه کوي، د غزې جګړې د تاوان دوه برابره دي او ښايي تر پنځو میلیاردو اسراییلي شکل (نژدې ۱.۴۲۸ میلیارده ډالرو) پورې ورسېږي.
د اسراییل د پارلمان کنست (پارلمان) مالي کمیسیون ته وویل، تر دې دمه د ملکي زیان شاوخوا ۴۰ زره ادعاوې ثبت شوې، او ښايي دا شمېر ۵۰ زرو ته هم ورسېږي.
د درې زره او اووه سوه زیانمنو موټرو خاوندانو هم د جبران غوښتنه کړې ده.
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو پر اساس، د غزې جګړې، د لبنان له حزبالله سره یو کلنو نښتو او د یمن له حوثیانو سره د جګړو په ترڅ کې شاوخوا ۷۰ زره د جبران دوسیې ثبت شوې وې، خو له ایران سره د جګړې زیانونه تر ټولو زیات دي.
د تلفاتو شمېره:
سره له دې، دا جګړه د اسرائیل په ۷۶ کلنه جګړهییزه سابقه کې د اسراییل په ادعا تر ټولو کم تلفات لرونکي جګړه وه: ټول ۲۸ تنه ووژل شول.
همداراز یوه ۵۱ کلنه مېرمن چې د زړه ناروغي یې لرله، په کارمل ښار کې د توغندي د برید له امله د خطر زنګ له اورېدو وروسته د زړه په حملې مړه شوه.
د اسرائیل د پلټنو ادارې او د کنست د څېړنیز مرکز په وینا، د ۲۰۲۴ کال تر پایه ۵۶ سلنه اپارتمانونه له دفاعي خوندیتوب بې برخې وو.
د ایران توغندي او بېپیلوټه الوتکې:
د اسراییي سرچینو پر اساس، ایران د دې ۱۲ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې ۵۵۰ بالستیک توغندي او تر ۱۰۰۰ ډېر چاودېدونکي ډرونونه پر اسرائیل وویشتل.
اسرائیل اعلان کړی چې تقریباً ټول ډرونونه یې شنډ کړي، او یوازې د یوه ډرون لګیدو په بیتشان ښار کې اور بل کړی، خو تلفات یې نه درلودل.
سلګونه ډرونونه د اسرائیل خاورې ته تر رسېدو وړاندې د عراق او اردن په فضا کې راولوېدل، او د اردن پوځ هم د دوی په شنډولو کې ونډه واخیسته.
اسرائیل ټینګار کړی چې د ایران یوازې ۳۱ توغندي وژونکي وو، او د زیان سبب شول، چې دا د ایران د ټولو ویشتل شویو توغندو یوازې ۵.۶ سلنه جوړوي.
د اسرائیل څو-پوړیز دفاعي سیستم د توغندیو د نیولو کچه شاوخوا ۹۰ سلنه اټکل شوې، هماغه اندازه چې د تېر کال د په بریدونو کې ثبت شوې وه.
د بریدونو شدت او پایلې:
توغندي چې په لومړۍ ورځ نژدې ۱۰۰ او په دویمه ورځ ۱۴۰ وو، د جګړې په پاتې لسو ورځو کې لږ شول. د «وعده صادق ۳» په وروستیو بریدونو کې ډېر لږ توغندي وویشتل شول.
د وروستیو ورځو توغندیو زیانونه ډېر وو، خو پناهځایونو ته د خلکو تګ د ډیرو ژوند وژغوره. تلفات تر ډېره هغو کسانو ته واوښتل چې پناهځایونو ته نه وو تللي، یا یې کورونه خوندي خونه نه لرله.
خو حتی ځینو هغو کورونو، چې خوندي خونه یې لرله، شدید زیانونه هم ولیدل.
توغندي حتی د حیفا پر یوه چاڼځای او په اشدود ښار کې پر یوه برېښناکوټ هم ولګېدل، چې په پایله کې یې اور ولګېد او د ۸ زره خلکو برېښنا د څو ساعتونو لپاره پرچاو شوه.
په حیفا کې د بزان کمپلکس په چاڼځای کز د اورلګېدو له مله ۳ کارکوونکي ووژل شول.
د ټپیانو شمېر:
د اسراییلي سرچینو پر اساس، ۳۲۳۸ تنه اسراییلیان د ژغورنې ډلو له خوا تداوي شوي دي، چې د ۲۹۳۳ ټپونه یرسېره وو او له درملنې وروسته رخصت شوي.
۱۳۸ تنه د شدید روحي فشار له امله د ټپیانو په کتار کې ثبت شوي.
له ۶۵۲ بستر شویو کسانو څخه، یوازې د ۲۳ کسانو ټپونه شدید بلل شوي.