پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپه یوه ورځ له ایرانه د ۳۳ زره افغانانو ایستل او د...

په یوه ورځ له ایرانه د ۳۳ زره افغانانو ایستل او د افغانانو د اوسیدو لپاره د ایران شرایط

تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۶ مه) ایران په یوه بې‌سارې اقدام کې، د چهارشنبې په ورځ ټولټال ۳۳ زره بې‌سنده افغان کډوال له ایران څخه بېرته خپل هېواد ته واستول.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي، په ایکس (پخوانی ټویټر) کې همدا شمېره خپره کړې او ویلي یې دي چې لا هم نور بسونه چې افغان مهاجر پکې سپاره دي، د ایران له لوري د افغانستان پر لور روان دي.

دا ډول پراخ اخراج بې‌ساری ګڼل شوی او دا د هغه ضرب‌الاجل څخه وړاندې ترسره شوی چې د جولای په ۵مه د ایران له خوا ټاکل شوی، چې پر اساس یې د بې‌سنده افغان مهاجرو لپاره امر شوی چې یا خو دې په خپله خوښه له ایرانه ووځي، یا به ونیول شي او په زور به وایستل شي.

د ایران د ملي پولیسو قومانداني له دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې که څوک تر ټاکلي نیټه پاتې شي، نیول کېږي او بېرته به وایستل شي.

تر دې وړاندې ایران هره ورځ درې زره افغان کډوال بېرته استول.

کوم افغان اتباع کولای شي په ایران کې پاتې شي؟

  • هغه افغانان چې د پوهنتون محصلان وي،
  • ښځینه سرپرستې چې زیانګالې وپېژندل شي،
  • هغه ماشومان چې یوه ایرانی مور یا پلار ولري،
  • او هغه کسان چې د کار کوډ (Job Code) ولري، کولای شي په ایران کې پاتې شي.

هغه زده‌کوونکي چې مور او پلار یې قانوني اسناد نه لري، باید د جولای تر ۶مې بېرته افغانستان ته ولاړ شي. خو د پوهنتون د محصلینو لپاره دا شرایط توپیر لري. د ایرنا خبري آژانس د راپړر له مخې، د ایران د مهاجرت ملي ادارې مشر، نادر یاراحمدي، ویلي چې پوهنتوني محصلین که پاسپورټ ولري، کولای شي خپل اقامت تمدید کړي.

هغه ښځې چې د کور سرپرستې وي او د بېرته تګ په صورت کې یې ژوند ته تهدید موجود وي، کولای شي په موقتي ډول په ایران کې پاتې شي او له روغتیايي خدماتو برخمن شي.

د قانون له مخې، یوازې د ایران په خاوره کې د زېږوېدو له کبله څوک د ایران تبعه کېدای نه شي. که د ماشوم پلار ایرانی وي او د مور او پلار واده قانوناً ثبت شوی وي، ماشوم ته د ایران تابعیت ورکول کېږي او تذکره به ترلاسه کوي.

خو که مور ایرانی وي او پلار بهرنی وي، حتی که واده یې ثبت شوی نه وي، ماشوم ته د مور په کورني نوم (فامیلي نوم) سره تذکره ورکول کېږي.

هغه بې‌سنده کسان چې د کار کوډ لاندې یې کار کړی وي او په خپله خوښه له هېواده وځي، کولای شي بېرته د کار ویزه ترلاسه کړي، که چېرې یې کارفرما (employer) ورسره موافق وي. خو که ونیول شي او اخراج شي، د ویزې لپاره د غوښتنلیک ورکولو حق به ونه لري.

1 COMMENT

  1. اېکس (پخوانی ټوېټر) = اېکسپاڼه
    اېکسپاڼه ټکی مې اول ځل په تاند کې ولوست او ډېر مې خوښ شو. دا پخوانی مخوانی ښه نه لګېږي. هماغه خپل ابتکار مو چې کړی و هغه تعقیب کړئ.
    درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...