جمعه, فبروري 6, 2026
Home+د هرمز تنګی ستراتیژیک اهمیت‎

د هرمز تنګی ستراتیژیک اهمیت‎

هرمز تنګی د نړۍ له هغو مهمو بحري لارو څخه شمېرل کېږي چې له فارس خلیج  څخه د عمان خلیج او هند سمندر ته غزېدلې ده. دا تنګی نږدې ۵۰ کیلومتره پلنوالی لري، خو د تېرېدلو اصلي مسیر یې یوازې شاوخوا ۳ کیلومتره پراخوالی لري. هره ورځ د نړۍ نږدې ۲۰٪ نفت، چې له سعودي عربستان، ایران، عراق، متحده عرب اماراتو، کویټ او قطر څخه صادریږي، له همدې لارې نړیوالو بازارونو ته رسېږي.
د دې لاري جیوپولیتیکي موقعیت دا تنګی د نړیوالو او سیمه ایزو قدرتونو د پاره حیاتي ارزښت لري.

  نړیوال قوانین:

د نړیوالو قوانینو له مخې، په ځانګړي ډول د ۱۹۸۲ م کال د ملګرو ملتونو د سمندري قانون کنوانسیون (UNCLOS) پر بنسټ، هغه تنګي چې د نړیوالو سمندري مسیرونو ترمنځ نښلونکی حیثیت لري، نړیوال تنګي بلل کېږي. د دغه کنوانسیون له مخې، ټولو بېړیو ته د “Transit Passage” یا آزاد عبور حق تضمین شوی دی، او هېڅ هېواد نشي کولای دا ډول تنګي د نورو هېوادونو پر مخ بند کړي، که څه هم دا تنګی د هغه هېواد د اقتصادي سیمې یوه برخه وي.

ایران که څه هم د دې کنوانسیون رسمي غړی نه دی، خو دا قواعد د نړیوال عرف قانون برخه ګرځېدلي او پر ټولو هېوادونو یې تدبیق لازم ګرزول شوی.

په تېر کې د ایران له خوا د هرمز تنګي تړل او متقابل عکس العملونه:

ایران په تېرو څو لسیزو کې څو ځله د هرمز تنګی د بندولو ګواښ کړی. د ایران او عراق د جګړې پر مهال (۱۹۸۰–۱۹۸۸)، چې د “Tanker War” په نوم شهرت لري، ایران هڅه وکړه چې د خلیج فارس د نفتو ټانکرونه وځپي، خو د امریکا د پوځي حضور له امله یې نه شوای کولای دا لار وتړي.

په ۲۰۱۱–۲۰۱۲ کلونو کې، کله چې لوېدیځو هېوادونو د ایران پر ضد د اټومي پروګرام له امله بندیزونه ولګول، ایران یو ځل بیا دا ګواښ وکړ، خو د امریکا او نړیوالو ځواکمنو غبرګونونو دا ګواښ بې‌نتیجې پرېښود.

وروستی جدي ګواښ د ۲۰۱۸–۲۰۱۹ کلونو ترمنځ هغه وخت راپورته شو، چې امریکا له JCPOA (اټومي تړون) ووتله او بندیزونه یې بیا تازه کړل. ایران وویل که موږ ونه شو کولای خپل نفت صادر کړو، نور هېوادونه هم دې نه شي کولای. دا ګواښونه د سیاسي فشار یوه وسیله وه، خو په عمل کې یې دا اقدام ونه شو کړای.

د ایران، اسرائیل او امریکا ترمنځ اوسنی شخړه او د هرمز د تړلو تازه ګواښ:

په اوسني وخت کې د ایران، اسرائیل او امریکا ترمنځ شخړې یو ځل بیا دا موضوع ګرمه کړې ده، په ځانګړي ډول پر ایران د اسرائیلو او امریکا بریدونو  ایران یو ځل بیا د هرمز تنګي د تړلو ګواښ کړی، تر څو د بریدونو په غچ کې یې د انتقام د وسیله وګرزوي.

خو د هرمز تنګي بندښت به نه یوازې د جګړې اورګړندی کړي، ورسره به ایران چې وار دمخه نړیوالې انزوا سره مخ دی لا نوره فاصله ورکړي.

داچې د هرمز تنګی د نړیوالو انرژیو د انتقال یوه مهم شریان دی، د  بندولو هڅه به نه یوازې  یې امریکا ته د منلو وړ نه وي بلکي سیمه ایز هیوادونه به یې هم د ځان په مقابل یوه اقتصادي جګړه محسوس کړي چې دا به ایران لا منزوي او امریکا ته د ایران په مقابل د لازیاتو نظامي بریدونو او اقتصادي بندیزو ته فرصت ورکړي او دا هغه څه دي چې د ایران اوسنی رژیم چې وار د مخه یې د بقا پښې سستیږي یو د مکمل سقوط بنسټ یقیني کړي.

بصیر عاصم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...