تاند「سې شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۳مه」افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلېلزاد پر اېکس لیکلي، چې ایران د امریکا برید په غبرګون کې په قطر کې د امریکا پر پوځي اډه برید سمبولیک و او چا ته پکې زیان نه دی اوښتی.
نوموړي زیاته کړې، توغندي هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه تللي.
نوموړي زیاته کړې چې ایران لا هم خپله پاملرنه په سیمه کې د جګړې دوام ته ورکړې ده او تمرکز یې د امریکا پر وړاندې د غبرګون پر سنجول شویو حرکتونو دی.
خلیلزاد داسې مهال دا غبرګون ښیي چې دوشنبه د شپې ایران په قطر کې د امریکا لویه اډه په نښه او توغندیز بریدونه یې پرې ورکړل.
ایران ادعا کوي چې یاده اډه یې په بشپړ ډول له منځه وړې ده خو قطر وايي د ایراني توغنديو مخه يې نيولې ده.
د قطر دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پر العدید پوځي اډه يې د ایران توغول شويو توغندیو مخه نیولې او چاته پکې زیان نه دی اوښتی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د قطر هوايي حریم او ځمکه خوندي دي او هوايي ځواک يې له ګواښونو سره د مبارزې لپاره چمتو دی.
تاسي خو د تاسي د اشرارو پلرونو د ژباړونکي خبرې په ډیره خوښۍ سره خپروې 👏 هو دغه هغه سوډر ده سي تاسي د پلرونو ژباړنه یې کوله سي له ریګن سوډره یې د جهاد فتوا اخیستله. افغانستان یې د خاتن په هدیره بدل کړ 😭
تاسي او عربي شیخان خو د امریکې په ځنخير تړلي سپي یاست. ایران او دولت ته یې سلام نه لکه تاسي مردار سوي پلرونه سي یرغلګرو ته یې کتابیان ویل 😔
کله چې د حساسو مسلو په اړه بحث کوئ، او شايدموافق يا مخالف اوشايد هم دګاونډيوهـيوادونو د امنيت اداره کی کمپيوټر شاته ناست آاوسۍ، نو د افرادو لپاره دا خورا مهمه ده چې د درناوي وړ او رغنده شيان وليکئ. پدې کې په فعاله توګه ځان پوه،کړئ په روښانه او درناوي سره خپل نظر څرګندکړۍ، او په موضوع تمرکز وکړۍ، پرځای د دې چې په شخص برید وکړي. د وضاحت غوښتلو، مختلفو لیدلورو منلو، او د ګډې نتيجی موندلو په څیر ستراتیژیو کارول کولی شي د شخړې اوګرمښت کمولو او ګټورو خبرو اترو ته وده ورکولو کې مرسته وکړي.