جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهایران وايي، د اسراییل د حساسو وسلو او اتومي پروګرام بې شمېره...

ایران وايي، د اسراییل د حساسو وسلو او اتومي پروګرام بې شمېره اسناد یې موندلي

تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۸ مه) د ایران خبري اژانسونو راپور ورکړی چې د دغه هیواد استخباراتي ادارو د اسرائيل د حساسو اسنادو يوه ستره مجموعه ترلاسه کړې چې ځينې يې د دغه هېواد په اتومي پروګرامونو او تأسيساتو پورې تړاو لري.

اسرائيل تر اوسه د ایران د دې ادعا په اړه چې د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) یې خپور کړ، رسماً څه نه دي ویلي او دا هم نه ده معلومه چې دا راپور د اسرائيل له هغه اتومي څېړنيز مرکز  سره تړاو لري او که نه چې تېر کال هک شو.

دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې د ايران د اتومي پروګرام په اړه کړکېچونه زيات شوي دي.

د ایران د راډیو تلویزیون خبري اژانس په دې اړه د «استخباراتي سرچينو» په قول ويلي چې ايران د اسرائيل «د ستراتېژيکو او حساسو معلوماتو او اسنادو» يوه ستره مجموعه ترلاسه کړې چې پکې «د پروژو او اتومي تأسيساتو اړوند زرګونه اسناد» شامل دي.

په دې راپور کې ويل شوي چې «که څه هم د دې اسنادو د ترلاسه کولو لپاره څه موده وړاندې عمليات شوي وو، خو د اسنادو د ډېروالي او د امن انتقال لپاره چوپتیا تر هغې دوام وکړ څو ټول اسناد خوندي ځای ته ورسېږي.»

سرچينو زياته کړې: «د اسنادو شمېر دومره دی چې د هغوی کتنه، د تصویرونو او وېډيوګانو ليدل ډېر وخت غواړي.»

د ایران د راډیوتلویزیون اژانس او نورو ايراني رسنيو چې دغه راپور يې هممهاله خپور کړی، د اسنادو په اړه نور جزييات نه دي وړاندې کړي.

ايران او اسرائيل د ۱۳۵۷ کال له انقلاب راهيسې سخت دښمنان دي. دواړو هېوادونه په تېر يوه کال کې څو ځله تر جګړې پورې نژدې شول او څو ځله يې د يو بل پوځي هدفونه بمباري کړي او په توغنديو ويشتلي دي.

د ايران د اسلامي جمهوريت مشران په تېرو څو لسيزو کې تل د اسرائيل د محوه کېدو شعارونه ورکړي دي.

د اسرائيلو صدراعظم بنيامين نتنياهو،  په ۲۰۱۸ کال کې اعلان وکړ چې د اسرائيل استخباراتي ادارو تهران ښار ته نژدې په تورقوزآباد سيمه کې د اسنادو يو «ارشيف» وموند چې ښيي ايران د پخوا په پرتله زیات اتومي فعاليتونه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب