تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) د پاکستان د خپلو زرګونو وګړو، چې د سوالګرۍ، غلا او نورو ناقانونه فعالیتونو له امله له بهرنیو هېوادونو څخه شړل شوي، د پاسپورتونو د لغوه کولو پروسه پیل کړې ده.
د پاکستان د حکومت چارواکو د سنا جرګې کمیټې ته وویل چې د دغو ۷،۸۷۳ وګړو د پاسپورتونو د لغوه کولو پروسه لا دمخه پیل شوې ده.
د ډان ورځپاڼې د پرون (شنبې) د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت او د فدرالي پلټنو ادارې (FIA) له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د دغو شړل شوو کسانو له ډلې څخه تر ۵،۶۰۰ زیات کسان له سعودي عربستان، عمان او قطر څخه د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۵ ترمنځ د سوالګرۍ د منظمو کړیو د برخهوالو په توګه شړل شوي دي. دغه کسان اوس د پاسپورت کنټرول لېست (PCL) کې شامل شوي دي، چې د سفر د سندونو په ورکولو یا نوي کولو محدودیتونه وضع کوي.
دا معلومات د سنا د دایمي کمیټې د غونډې په ترڅ کې وړاندې شول.
ناقانونه فعالیتونه
غونډه د هغو پاکستاني وګړو په اړه د زیاتېدونکو اندېښنو د ارزونې لپاره راوغوښتل شوې وه، چې په بهرنیو هېوادونو کې په ناقانونه فعالیتونو کې ښکېل دي او د هېواد پر نړیوال شهرت یې منفي اغېز کړی دی.
چارواکو کمیټې ته وویل چې له شړل شوو کسانو څخه ۱،۴۶۰ تنه د ۶۹۱ په بهر کې د کار موندنې د راجستر شوو کمپنیو (OEPs) په وسیله بهر ته تللي وو. د کډوالو چارو وزارت د دغو کمپنیو په اړه د وضاحت غوښتنې خبرتیاوې خپرې کړي او وړاندیز یې کړی چې د هغو کسانو پر وړاندې چې په دې کړنو کې ښکېل وي، جنایي دوسیې پرانیزي.
د خواشینې ځای دا دی چی د چټلیستان د ابلیس هیواد د خبر سره چی یو شمیر هغه چټلیستانیان چی د بحرنی هیوادونو نه د جرمونو د ارتکاب له امله شړل شوی دې زمونږ د ګران هیواد لوی افغانستان پاسپورت عکس چاپ شوی , که چیری په تیروتنه هم خپور شوی وی ستر جرم او ملی خیانت ګنل کبږی. ځواب غواړو
ما هم داسي ولیکل، ولي د افغانستان د پاسپورت انځو خپور سوئ؟ باید د کافرستان صیهونیستان د پاسپورت انځور خپور سي. بس تاند څه یې سي په لاس کې وي هغه خپروي !😔