تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۸ مه) د امریکا په متحدو ایالتونو کې یوه ځایي ډله چې د افغانستان په جګړه کې د امریکا د پخوانیو متحدانو د بیا میشتېدو ملاتړ کوي، د شنبې په ورځ څرګنده کړه چې دوی په ټکساس ایالت کې د یوه افغان سړي پر نیولو او بندي کولو “ژور اندېښمن” دي.
د افغان ایواک (AfghanEvac) په وینا، د فدرالي کډوالۍ او ګمرکاتو افسرانو تېره میاشت د افغانستان د ملي اردو یو پخوانی عسکر په هیوستن ښار کې په خپل کور کې نیولی دی. د دغه سړي نوم په ډاګه شوی نه دی، خو په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې “هغه مخکې د پناه او خوندیتوب اسناد ترلاسه کړي وو، خو د ټرمپ ادارې د نویو اجرايي فرمانونو په اساس دا خوندیتوب فسخه شوی دی.”
افغان ایواک په خپله خبرپاڼه کې ویلي: “موږ خبر شوو چې ICE پرته له دې چې د دې کس د انفرادي خطر ارزونه وکړي، هغه نیولی دی، سره له دې چې هغه له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې او هیڅ ډول جنايي سابقه نه لري.”
افغان ایواک ویلي چې دوی له کانګرس، پخوانیو سرتیرو او د پوځ د کورنیو له غړو غواړي “مرسته و کړي او زموږ د متحدانو ته د جنايي دوسیو د جوړولو مخه ونیسي. موږ له رسنیو هم غواړو چې د دې پالیسۍ د بدلونونو اصلي اغېزې روښانه کړي.”
د افغان ایواک مشر او د بورډ رئیس، شاون ون ډایور، ویلي چې دغه سړی د ۲۰۲۱ په اګست کې د امریکا د حکومت له خوا له افغانستانه تر ایستلو وروسته “د پارول (موقتي ساتنې) پر اساس امریکا ته راغلی و.”
“هغه هېڅ جنايي سابقه نه لري او د پناه غوښتنې غوښتنلیک یې په جریان کې دی.”
ون ډایور زیاته کړه: “هغه د امریکا د پوځ له خوا روزل شوی و، د امریکایي سرتېرو ترڅنګ یې جګړه کړې، او کله چې طالبانو واک ترلاسه کړ، خپل ژوند یې وژغوره. سره له دې چې ټولو قوانینو ته یې درناوی کړی و، بیا هم نیول شوی دی. اوس په ټکساس کې په یو توقیف ځای کې دی.”
داسی کارونه به د امریکا رسوخ او حیثیت ته په ټوله نړی کی زیان ورسوی او د پر امریکایانو باندی به باور کم کړی. له نا ځوانه خلکو سره انډیوالی نده پکار. هر هیواد د خپلو ګټو لپاره کار کوی نور باید افغانان هوښیار ووسی او صرف د افغانستان لپاره او ملی ارزښتونو په خاطر مبارزه او کار وکړی. مزدور طالب چی پاکستان په ډاګر ورته د غلام نوم ورکوی د اکثرو کورونه اوس هم په پاکستان کی دی ځکه چی پوهیږی چی حکومت به یی د برچی په زور پر خلکو دوام ونکړی نو باید بیرته د بادار کور ته لار ولری.