تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ حوزا ۸ مه) د ایران حکومت وايي، هغه افغان اتباع چې د پوهنتون محصلان وي، هغه ښځې چې د کور سرپرستي کوي او زیانګالي دي، هغه ماشومان چې یو مور یا پلار یې ایرانی وي، او هغه کسان چې د کار قانوني کوډ لري، کولی شي په ایران کې د اوسېدو اجازه ولري.
د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران د مهاجرت د ملي ادارې مشر نادر یاراحمدي وویل، هغه محصلان چې مور و پلار یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، باید د جولای تر ۶مې نېټې پورې افغانستان ته ستانه شي. خو د پوهنتون د محصلانو لپاره وضعیت فرق کوي. هغوی چې پاسپورټ لري، کولی شي خپل اقامت تمدید کړي.
د یاراحمدي په وینا، هغه ښځې چې د کور سرپرستې دي او که د هغوی د بیرته ستنېدو له امله یې ژوند له ګواښ سره مخامخ کېږي، کولای شي موقت اقامت ترلاسه کړي او د درملنې له خدماتو څخه برخمن شي.
د ایران د قانون له مخې، یوازې په ایران کې زېږېدو له کبله چا ته د ایران تابعیت نه ورکول کېږي. که چېرې د ماشوم پلار ایرانی وي او د مور او پلار نکاح رسمي ثبت شوې وي، ماشوم به د ایران تبعه ګڼل کېږي او تذکره به ترلاسه کوي.
په هغه حالت کې چې مور ایرانۍ وي او پلار بهرنی تبعه وي، حتی که واده یې ثبت هم نه وي، ماشوم به د مور له تخلص سره پیژندپاڼه ترلاسه کوي.
که هغه غیرقانوني اتباعو چې د کار کوډ پر اساس کار کړی وي، په خپله خوښه له ایران څخه ووځي، کولای شي د کار د بیا پیل لپاره د ویزې غوښتنه وکړي، که چېرې د دوی کارکوونکی (د کار خاوند) ورسره موافق وي. خو که چېرې ونیول شي او له هېواده وشړل شي، نو د ویزې لپاره به د غوښتنې حق ونه لري.