جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهمتحده عربي اماراتو د افغانستان طالب قونسل ته د فعالیت رسمي اجازه...

متحده عربي اماراتو د افغانستان طالب قونسل ته د فعالیت رسمي اجازه ورکړه

تاند (چهارشنبه، د غیرګولي/ جوزا ۷ که) د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د اسلامي امارت (طالبانو) له خوا معرفي شوی سرقونسل یې په رسمي ډول منلی او د هغه لپاره یې په دوبۍ کې د قونسلګرۍ د فعالیت اجازه‌لیک صادر کړې دی. دا اقدام د دواړو لوریو ترمنځ د عملي تعامل په چوکاټ کې ترسره شوی دی.

د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت د دفتر مشر شیخ مکتوم بن بطي آل مکتوم، په دوبۍ کې، په یوه رسمي ناسته کې د طالبانو له خوا نوی معرفي شوی جنرال قونسل، ښاغلی فدا، رسمي معرفي کړی دی.

د نړیوال دود له مخې، سرقونسلان د سفیرانو په شان خپل باورلیک د کوربه هېواد ولسمشر ته نه سپاري، بلکې د کوربه هېواد له خوا د قونسلګرۍ د اجازې (اکسکواتور) له لارې د فعالیت اجازه تر لاسه کوي. د ښاغلی فدا هم د همدې حقوقي او قونسلي چوکاټ له مخې منل شوی دي.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې تر اوسه هېڅ بهرني هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. سره له دې، یو شمېر هېوادونه لکه متحده عربي امارات، قطر، چین، روسیه او ایران له طالبانو سره یو ډول محدود او عملي تعامل ساتلی دی.

کارپوهان باور لري چې د اماراتو له خوا د طالبانو د قونسلي استازو منل، د دغه هېواد د عمل‌محوره سیاست برخه ګڼل کېدای شي، په ځانګړې توګه په داسې شرایطو کې چې طالبان هڅه کوي خپلې ډیپلوماتیکې استازولۍ په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې وساتي او مشروعیت ورکړي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، کله چې طالبان بېرته پر کابل واکمن شول، د افغانستان ډېری سفارتونه او قونسلګرۍ له نامعلوم یا محدود وضعیت سره مخامخ شول. خو طالبان هڅه کوي چې د سرقونسلانو او شارژدافېرانو له لارې په بهر کې یو شمېر استازولۍ بېرته کنټرول کړي او له کوربه هېوادونو سره خپل تعامل وساتي.

متحده عربي امارات هغه هېواد دی چې په تېرو دوه لسیزو کې یې له افغانستان سره فعاله اړیکې لرلي، او اوس هم هڅه کوي چې د نړیوالو اندېښنو او سیمه‌ییزو اړتیاوو ترمنځ توازن وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...