جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهټرمپ: که زه نه وای، روسیه به له بدو پېښو سره مخ...

ټرمپ: که زه نه وای، روسیه به له بدو پېښو سره مخ وه

تاند【چهارشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۷مه】‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اور سره لوبې کوي.

ترمپ زیاته کړې هغه څه چې پوتین پرې نه پوهېږي دا دی چې “که تر اوسه زه نه وای، روسیه به له بدو پېښو سره مخ شوې وه”.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ د تېرې یکشنبې په ورځ هم ویلي و چې پوتین « لیونی شوی دی».

نوموړې ځکه پوتین لیونی بللی وو، چې د ټرمپ په خبره پر اوکراین یې تر ټولو لوی هوايي برید کړی.

ولسمشر ټرمپ ویلي، پوتین د اوکرایین په یوه برخه نه، بلکې پر ټوله خاوره یې ولکه غواړي چې په خبره یې دا پخپله د روسیې د سقوط لامل کېدای شي.

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کیږي، چې وروستیو څو ورځو کې روسیې پر اوکرایین د بې پیلوټه او توغندیو بریدونه زیاته کړې، چې د روسیې دې اقدام پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي.

کرملین بیا د نوموړي د دې خبرو په غبرګون ویلي و، چې د ټرمپ دا څرګندونې ښايي د احساساتي فشار له امله وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...