Homeخبرونهپه ۲ ورځو کې د پاکستان له بندخونو تر ۵۰۰ زیات افغان...

په ۲ ورځو کې د پاکستان له بندخونو تر ۵۰۰ زیات افغان کډوال ازاد شوي

تاند【سه شنبه د ثورـ غویي ۳۰مه】د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په تېرو دوو ورځو کې د پاکستان له بېلابېلو بندخونو ۵۳۲ تنه افغانان کډوال ازاد او بېرته هېواد ته راستانه شول.

دغه کډوال پاکستان کې د قانوني اسنادو نه درلودو له امله زنداني شوي وو.

سرچینه سپین بولدک کې د طالبانو د سرحدي آمریت له قوله ویلي، چې پرون دوشنبه یې ۲۸۶تنه افغانان چې له یوې تر دوو ورځو د پاکستان په بېلابېلو بندخونو کې ساتل کېدل بېرته راخوشې او هېواد ته راستانه کړل.

دغه راز د تېرې یکشنبې په ورځ هم د پاکستان له بندخونو ۲۴۶ تنه افغانان راخوشې او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت خورا د اندېښنې وړ بلل کېږي او هره ورځ سلګونه کسان په جبري ډول له دغه هېواده شړل کېږي.

د پاکستان له لوري د وروستي پړاو افغان کډوالو جبري اېستلو د لړۍ له پیله تر دې دمه، طالب چارواکي وایي د دوی په هڅو زرګونه هغه افغانان چې د قانوني اسنادو د نشتون له کبله د پاکستان په زندانونو کې ساتل کېدل راخوشي او بیرته هېواد ته راستانه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...