چهارشنبه, جون 18, 2025
Home+انسان ولې له انسانیته تښتي؟ | شاه زلمی

انسان ولې له انسانیته تښتي؟ | شاه زلمی

د “انسان” توری چې کله پر ژبه راشي، د تمدنونو تاریخ، د ترحم، مینې، احساس او همدردۍ ارزښت ورسره راويښ شي. خو نن داسې ښکاري، چې انسان له خپل اصليت پردی شوی؛ نور انسان نه دی پاتې، بلکې یوه ویروونکې څېره ده، چې له ځان او بل سره په جګړه کې دی. هغه د مینې، همدردۍ او زغم ځلانده جوهر(انسانیت) چې انسان ته یې ښکلا ورکړې وه ـ نن پر ده بار دی؛ داسې بار چې له خپل اصلي ذاته یې تېښتې ته اړ کړی.
ولې؟
ولې دا فطري جوهر، دا سپېڅلی شعور، دا انساني عظمت، نور انسان ته د ویاړ نه، بلکې د شرم خبره ښکاري؟
خبره  روښانه ده: انسان له انسانیته په تېښته دی، ځکه انسانیت د قربانۍ، زغم، درد د احساس، او د نفس د تېرېدنې نوم دی. خو نننی انسان د ځانځانۍ د پیاوړتیا په لټه کې دی؛ داسې پیاوړتیا چې بل انسان پکې یا د وسیلې په توګه کارېږي، یا قرباني کېږي. او دا هماغه انسان دی، چې یو وخت یې “د نورو درد خپل درد باله”، خو نن د بل انسان  له چیغو او غم څخه د صحرایي باد په څېر تېریږي.
خو که همدا انسان بېرته خپل انسانیت ته را ګرځي، څه باید وکړي؟
. مینه زده کړي
انسان باید د مینې په ارزښت پوه شي، ځکه چې هغه د مینې له جوهره جوړ  دی، نه له کرکې او نفرت.
. د شعور په رڼا ونازول شي
انسان ته باید ور په یاد شي چې هغه د احساساتو او همدردۍ له انرژۍ ډک دی. هغه د بل درد درک کولی شي.
. انساني ارزښتونه باید په ژوند کې ځای ومومي
د انسانیت لمر هغه مهال خیژي، چې:
اخلاقي روزنه له کوچنیوالي پیل شي؛
معنوي شعور د مادې له جال ازاد شي؛
عدالت یوازې قانوني ماده نه، بلکې د وجدان ژبه وي؛
علم د نفس نه، د روح د لوړتیا وسیله شي؛
 درناوی، تشویق او ستاینه وشي.
په دې صورت کې به انسان بېرته خپل انسانیت ته را وګرځي.
سوله، مهرباني، همدردي او صداقت به نور یوازې شعارونه نه وي، بلکې د ژوند فطري تنفس به وي. نړۍ به له شور او شره نه، بلکې له شعور او مینې ډکه شي.
انسان ته نن له هر وخت زیات، د انسانیت اړتیا ده.
۱۳ مې ۲۰۲۵

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...