له کابل څخه تورخم ته تللې جرګه وال، چې ټاکل شوې وه د تورخم د بیا پرانیستلو لپاره د ډیورند د پورې غاړې له جرګه والو سره جرګې ته کښېني، د پنجشنبې په ورځ له خبرو اترو پرته کابل ته ستانه شول. افغان لوري د پاکستاني پلاوي د غړو په ترکیب کې د لوی بدلون له کبله اعتراض وکړ.
د فبرورۍ په وروستۍ اوونۍ کې، د افغانستان امنیتي ځواکونو د تورخم ته نژدې ځینې نوې ودانیزې هڅې پیل کړې، چې له امله یې په تورخم کې ترینګلتیاوې زیاتې شوې.
تېره اوونۍ، دواړو هېوادونو د دې شخړې د هواري لپاره جرګې جوړې کړې.
دواړو لوریو څو ورځې وړاندې په تورخم کې خپله لومړنۍ غونډه وکړه، چې په لړ کې یې موافقه وشوه چې په موقت ډول دې اوربند دې وشی او د نویو تاسیساتو جوړول دې تر هغو ودرول شي چې نهايي فیصله کېږی.
د جرګې د پرېکړې له مخې، دواړو هېوادونو اوربند عملي کړ، چې تر اوسه نافذ دی.
د دې هوکړې پر بنسټ، د افغانستان جرګې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې له افغان چارواکو سره ولیدل، ترڅو د پاکستان د اندېښنو پیغام ورسوي. له کابل څخه د لارښوونو له ترلاسه کولو وروسته، افغان جرګه د خبرو د دوام لپاره د پنجشنبې په ورځ غرمه ۱ بجه تورخم ته ورسېده، خو تر دوه ساعتونو انتظار وروسته، له خبرو اترو پرته بېرته ستنه شوه.
د افغان جرګې مشر او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس، یونس مومند، وویل چې افغان پلاوي باید له پاکستانۍ جرګې سره یوه مهمه او وروستۍ پرېکړهکونکې ناسته کړې وای.
نوموړي زیاته کړه: “افغان جرګه وختي ورسېده، خو حیرانه شوه، کله چې پاکستاني لوري، له مخکیني توافق پرته، خپل پلاوی له ۱۷ غړو څخه ۷۰ ته لوړ کړ.”
د مومند په وینا، افغان پلاوي دا اقدام غیرمنتظره او د اندېښنې وړ وباله، ځکه چې د نوې لیست له مخې، “هغه کسان ورزیات شوي وو چې له ترینګلتیاوو او دوه اړخیزې سوداګرۍ سره هېڅ تړاو نه لري.”
د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د جرګې مشر او د پاکستان د سوداګرۍ خونو د فدراسیون سلاکار، سید جواد حسین کاظمي، هم دې پرمختګ ته اشاره وکړه.
هغه وویل، افغان پلاوي د دې مخالفت وکړ چې په پاکستاني پلاوي کې ۵۳ نور غړي ورزیات شوي، ځکه چې د دوی اصلي پلاوي ۱۷ غړي درلودل.
کاظمي وویل، دا یوه جدي دوه اړخیزه شخړه ده، چې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ سولې او اقتصادي ثبات ته زیان رسوي. نوموړي د خبرواترو له لارې د تورخم د ستونزې د په حل کولو ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه، سره له دې چې افغان جرګه د خبرو اترو له پروسې ووتله، خو دواړه لوري لا هم په تماس کې دي. خو کله چې د خبرو اترو بیا پیلولو ته زمینه برابره شوه، افغان پلاوی لا له مخکې کابل ته ستون شوی و، چې په همدې ورځ بېرته تورخم ته راتګ یې له لوژیستیکي پلوه ستونزمن و.
کاظمي هیله وښوده چې نن (جمعه) به هڅه وشي، چې د افغان جرګې غړي بېرته خبرو ته راستانه شي او دا شخړه په سولهییزه توګه حل شي.