تاند (جمعه، د کب/ حوت ۲۴مه) سالنګ ته نژدې په بغلان ولایت په یوه ترافیکي پېښه کې شل تنه ټپیان شول.
باختر خبري آژانس نن جمعه (د مارچ ۱۴مه) د بغلان د امنیتي چارواکو په قول راپور ورکړی چې دا پېښه هغه مهال وشوه، چې د سپرلیو یو بس د دغه ولایت د خنجان ولسوالۍ په پُل ملخان سیمه کې چپه شو.
د چارواکو په وینا، د دې پېښې ټپیان ۱۲ سړي، ۴ ښځې او ۳ ماشومان دي.
ویل شوي چې ټول ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
د بس د چپه کېدو د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي قوانینو نه رعایت، او د موټر چلوونکو بېاحتیاطي د افغانستان د ترافیکي پېښو اساسي عوامل بلل کېږي.
سږ کال په افغانستان کې ترافیکي پېښې ریکارډ حد ته زیاتې ثبت شوي چې له کبله یې زرګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.