Homeخبرونهتورخم کې، د افغان او پاکستاني سوداګرو دوهمه جرګه وځنډېده

تورخم کې، د افغان او پاکستاني سوداګرو دوهمه جرګه وځنډېده

تاند【چهارشنبه د کب ـ حوت ۲۲مه】د ننګرهار د سوداکرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي او له پاکستاني سوداګرو سره د جرګې غړي، عزیز الرحمن عرب رسنیو ته ویلي، ټاکل شوې وه نن د دواړه لوریو سوداګرو ترمنځ له غرمې وروسته دوهمه جرګه وشي؛ خو وایي د نا معلومو دلایلو له امله وځنډېده.

تر دې وړاندې د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو ويلي وو چې، نن چهارشنبه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې چارواکي او سوداګر د تورخم دروازې د بېرته پرانیستو په اړه یو ځل بیا په داسې حال کې غونډه کوي چې لومړنۍ یې بې پایلې پای ته رسېدلې وه.

لومړنۍ غونډه درې ورځې وړاندې د افغان او پاکستاني سوداګرو او قومي مشرانو ترمنځ د تورخم دروازې د پرانیستلو په موخه شوې وه.

کابو ۲۰ ورځې کېږي چې د تورخم دروازه تړل شوې چې د دواړو لورو سوداګرو ته یې تر دې دمه ملیونونه ډالر زیانونه اړولي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمدیونس مومند رسنیو ته ویلي چې ، د تورخم د دروازې د تړل کېدو له کبله هره ورځ د دواړو لورو سوداګرو ته ۳ملیونه ډالر زیان اوړي.

پاکستان د دروازې د تړل کېدو لامل د افغان ځواکونو له لوري د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه دې غاړي ته د پوځي تاسیساتو جوړول یاد کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...