سرچینه: یورایشیا
تاند (شنبه، د کب/ حوت ۱۱ مه) پاکستان، چې له اوږدې مودې راهیسي، له جهادي ډلو څخه د ستراتیژیکو وسیلو په توګه کار اخلي، اوس په خپله هغه څه ریبي چې په خپله یې کرلي وو. پاکستان د ترهګرۍ له امله د خیبر پښتونخوا ایالت له لاسه ورکولو ته نژدې شوی. د جهاد او ترهګرۍ ګواښ د څارنې مرکز (JTTM) د راپور له مخې، د ټي ټي پي بریدونه د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ ترمنځ درې چنده زیات شوي دي.
که څه هم اسلاماباد هڅه کړې چې ملامتي پر هند او افغانستان واچوي، خو حقیقت دا دی چې د ټيټيپي بیا حضور، او بیا راپورته کېدل د پاکستان د خپلو غلطو پالیسو پایله ده. له جهادي ډلو څخه د وسیلې په توګه کار اخیستل، د ترهګرۍ ضد ناکامې هڅې او نامؤثرې هڅې ټول هغه عوامل دي چې TTP ته یې د ودې چانس ورکړی.
ټيټيپي څنګه رامنځته شوه؟ – د پاکستان لاسوهنه
ټي ټي پي په ناڅاپي ډول نهدی رامنځته شوی؛ بلکې دا د پاکستان د څو لسېزو د پالیسي پایله ده چې جهادي ډلې یې د خپلو جیوپولیټيکي اهدافو لپاره پاللې. پاکستان د افغان طالبانو ملاتړ کاوه، څو د افغانستان او د هند تر واک لاندې کشمیر کې خپلې ګټې خوندي وساتي. د ټيټيپي اکثره غړي د پاکستان په دینی مدرسو کې روزل شوي وو او د ۱۹۹۰لسیزې پر مهال د افغان طالبانو تر څنګ جنګېدلي وو.
کله چې امریکا په ۲۰۰۱ کې پر افغانستان یرغل وکړ، د پاکستان قبایلي (FATA) سیمې د القاعده، افغان طالبانو، او د هغوی د پاکستاني متحدانو لپاره په پټنځایونو بدلې شوې.
د بدلون پړاو هغه مهال رامنځته شو چې پاکستان د امریکا د فشار له امله د ټي ټي پي پر ضد پوځي عملیات وکړل. دا عملیات، که څه هم د جهادي شبکو لپاره یو ګواښ و، خو د پښتنو قبایلي ټولنو ته یو ډول خیانت ښکاره شو. د دغو عملیاتو په پایله کې زرګونه خلک بېځایه شول او د دوی په زړونو کې د پاکستان د دولت پر وړاندې کرکه پیدا شوه. په ۲۰۰۷ کال کې د بیتالله محسود په مشرۍ ټي ټي پي رسمي بڼه خپله کړه، چې دا د پاکستان د غلطو پالیسو مستقیمه پایله وه.
د ترهګرۍ ضد ناکامې هڅې: د پاکستان غلطۍ
پاکستان د ټي ټي پي پر ضد ناکامې او غیري مؤثرې هڅې کړي. که څه هم “ضربعضب” (۲۰۱۴) او “ردالفساد” (۲۰۱۷) عملیاتو ټي ټي پي ته لوی زیانونه واړول، خو دا ډلې یې په بشپړ ډول لهمنځه یو نه وړله. د دې پر ځای، ټي ټي پي خپل مشران او جنګیالي د ډیورنډ کرښې هاخوا، د افغان طالبانو تر سیوري لاندې خوندي کړل.
همداراز، پاکستان د ظالمانه پوځي تاکتیکونو کارولو ته دوام ورکړ، لکه:
- بېهدفه هوایي بریدونه
- بېمحاکمې نیونې
- او د بشري حقونو سرغړونې
د دې ظلمونو له امله د پخوانیو FATA او خیبر پښتونخوا خلکو د پاکستان پر ضد کرکه پیدا کړه، چې دا هر څه د ټي ټي پي د استخدام زمینې برابرې کړې.
د طالبانو عنصر: د پاکستان ستراتیژیکه تېروتنه
پاکستان باور لاره، چې د افغان طالبانو حکومت به د ټي ټي پي پر فعالیتونو بندیز ولګوي. دا فرضیه بشپړه غلطه ثابته شوه.
کله چې طالبانو په ۲۰۲۱ کې کابل ونیو، هغوی نه یوازې دا چې د ټي ټي پي پر ضد اقدام ونه کړ، بلکې د دې ډلې سلګونه غړي یې له زندانونو خوشې کړل، چې دا بیا د ټي ټي پي د پیاوړتیا سبب شو.
طالبانو څو ځله د پاکستان غوښتنې رد کړې، او دا یې روښانه کړه چې اسلاماباد پر دوی ډېره کمه اغېزه لري. همداراز، طالبان د ډیورنډ کرښه د رسمي سرحد په توګه نه مني، چې دا د پاکستان لپاره یوه جدي سیاسي او امنیتي ستونزه ده.
په حقیقت کې، د طالبانو بریا ټي ټي پي ته یوه نوې انرژي ورکړه. د دې ثبوت دا دی، چې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه له ۲۰۲۰ کال څخه (چې 14.5 بریدونه په میاشت کې وو) په ۲۰۲۲ کې 45.8 بریدونو ته لوړ شول.
له ټي ټي پي سره مذاکرات: د اسلاماباد ستراتیژیکه ناپوهي
پاکستان څو ځله له ټي ټي پي سره سولې ته غاړه ایښې، خو دا هڅې بېفایده ثابتې شوي.
- له ۲۰۰۴ راهیسې، پاکستان له ټي ټي پي سره د سولې ۹ تړونونه کړي، چې ټول ناکام شوي دي.
- په ۲۰۲۱ کې د افغان طالبانو په منځګړیتوب، پاکستان د ټي ټي پي ۱۰۰ غړي خوشې کړل، خو ټي ټي پي د اوربند ژمنه ماته کړه او د اسلاماباد پر وړاندې یې سختې غوښتنې مطرح کړې، لکه:
- د شریعت نافذېدل
- له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو یا فاټا د یوځایوالي لغوه کول
دا مذاکرات نه یوازې دا چې ناکام شول، بلکې پاکستان ته یې زیان هم واړاوه، ځکه چې دا یې د ټي ټي پي لپاره مشروعیت برابر کړ.
حللارې: پاکستان باید خپلې تېروتنې ومني
د ټي ټي پي ستونزه د بهرنیو قوتونو سازش نه دی، بلکې د پاکستان د خپل سیاست پایله ده.
- پاکستان باید له ټولو جهادي ډلو سره اړیکې پرې کړي، که هغه افغان طالبان وي، که نورې وسلهوالې ډلې.
- د ټي ټي پي پر ضد باید بشپړ پوځي، سیاسي، او اقتصادي اقدامات وشي.
- خیبر پښتونخوا او پخوانیو FATA سیمو ته سیاسي، اقتصادي، او حقوقي پاملرنه ضروري ده، څو د خلکو ستونزې هوارې شي او ټي ټي پي ته د جذب امکانات لهمنځه ولاړ شي.
پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د بغاوتپالنې تخم کرلی، او که دا هېواد پر خپلو تېروتنو اعتراف ونه کړي، نو د ترهګرۍ دا لړۍ به دوام وکړي، او د پاکستان داخلي ثبات ته به سخت زیان ورسوي.