Homeخبرونهاروپايي هیوادونو د ټرمپ په وړاندې د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ

اروپايي هیوادونو د ټرمپ په وړاندې د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۱۱ مه) د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د مرستیال جی‌دي ونس له بې‌ساري شخړې وروسته، اروپایي مشرانو د واشنګټن په وړاندې د اوکراین کلک ملاتړ وکړ.

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فن در لاین، زیلینسکي ته په ایکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي:
«ستا شرافت، د اوکرایني ولس زړورتیا ته درناوی کوي.»

هغې زیاته کړه:«پیاوړی، زړور، او بې‌باک اوسه.»
همداراز یې ټینګار وکړ:«تاسو هیڅکله یوازې نه یاست. موږ به ستاسو ترڅنګ د عادلانه او تینګې سولې لپاره کار ته دوام ورکړو.»

له زیلینسکي سره د مکرون ټیلفوني تماس

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون، له ډونالډ ټرمپ سره د زیلینسکي له جنجالي کتنې وروسته، د اوکراین ولسمشر ته ټېلفون وکړ.

جرمني: موږ د اوکراین ترڅنګ ولاړ یو

د جرمني د مسیحي دموکرات ګوند مشر او راتلونکي احتمالي صدراعظم فریدریش مِرڅ، وویل چې جرمني به د اوکراین ترڅنګ پاتې شي، که حالات ښه وي او که سخت.

هغه ټینګار وکړ:«په دې وحشتناکه جګړه کې، هیڅکله باید یرغلګر او قرباني سره پرتله نه کړو.»

“آزادې نړۍ ته نوي مشر پکار دی”

د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسوولې کایا کالاس،  اعلان وکړ: «اوس وخت رارسېدلی چې آزادې نړۍ ته یو نوی مشر پیدا شي.»
هغې زیاته کړه:«نن ورځ معلومه شوه چې ازاده نړۍ نوي مشرتابه ته اړتیا لري.»

کالاس وویل چې دا مسوولیت اوس د اروپایي هېوادونو پر غاړه دی، او ټینګار یې وکړ:
«دا موږ، اروپایان یو، چې باید دا چلنج ومنو.»

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د اروپا او امریکا اړیکې د واشنګټن د نوو سیاستونو له امله له ستونزو سره مخ دي.

په بریتانیا کې د اروپایي مشرانو غونډه

په همدې حال کې، د بریتانیا صدراعظم کی‌یر سټارمر سبا (د یکشنبې په ورځ) د اروپایي مشرانو د یوې غونډې کوربه‌توب کوي.

په دې غونډه کې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هم ګډون لري.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې اروپایي هېوادونه غواړي په نړیوال سیاست کې خپل رول لا پیاوړی کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...