Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان بانک د افغانۍ د ارزښت د ثبات لپاره ۲۰ میلیون...

د افغانستان بانک د افغانۍ د ارزښت د ثبات لپاره ۲۰ میلیون ډالر لیلاموي

تاند (یکشنبه/ د کب / حوت ۵ مه) ټاکل شوې ده چې د افغانستان بانک نن (یکشنبې، د فبرورۍ ۲۳مه،) د افغانۍ د ارزښت د ثبات لپاره ۲۰ میلیون ډالر لیلام کړي.

د افغانستان بانک پرون (شنبې) په یوه خبرپاڼه کې ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو ته بلنه ورکړې چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.

بانک ټینګار کړی چې بریالي ګډونوال باید د هماغې ورځې تر پایه خپلې مالي چارې تصفیه کړي.

د افغانستان بانک جوته کړې چې جزوي راکړې ورکړې به نه منل کېږي، او ګټونکي باید په ټاکلي وخت کې ټولې پیسې نغدي یا د بانک له لارې تحویل کړي.

د افغانستان بانک د جنورۍ له میاشتې څخه، چې د امریکا حکومت وویل چې افغانستان ته مرستې کموي او په نتیجه کې یې د افغانۍ ارزښت یو څه ولوېد، پر له پسې ډالر لیلاموي څو د افغانۍ ارزښت ثابت وساتي.

که څه هم د افغانستان بانک د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته تقریباً هره اوونۍ یوه اندازه ډالر لیلاموي، خو په وروستیو کې، چې د افغانیو په ثبات کې څپڅپانتیا راغلې، تر پخوا ډېر ډالر لیلاموي.

پرون (شنبې) د اسعارو د تبادلې په بازار کې هر ډالر په ۷۳.۷۹ افغانۍ تبادله کېده.

تمه کېږي چې نن د ۲۰ میلیون ډالره له لیلامېدو سره به د افغانۍ ارزښت لږ نور هم لوړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...