یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهپه تمپ، پنجګور او مستونګ کې د پاکستاني پوځ ۷ سرتېري ووژل...

په تمپ، پنجګور او مستونګ کې د پاکستاني پوځ ۷ سرتېري ووژل شول

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۵ مه) د بلوچستان ازادۍ پوځ (BLA) وايي چې جنګیالیو یې په پنجګور، مستونګ او تمپ کې د پاکستاني پوځ پر سرتېرو او د هغوی پر اکمالاتي وسایطو درې جلا بریدونه وکړل، چې په نتیجه کې یې دغو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

تمپ، کیچ:
د بلوچستان دا بېلتون غوښتونکې ډله ادعا کوي چې تېره شپه، د BLA جنګیالیو د کیچ په تمپ سیمه کې هغه مهال پر پاکستاني پوځ غلچکی برید وکړ، چې تر ۱۳ زیات پوځیانو پلي ګزمه کوله.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «ازادي غوښتونکو د اتومات وسلو او راکټ لانچرونو په وسیله پر دښمن برید وکړ، چې په پایله کې یې د پاکستاني پوځ ۷ سرتېري ځای پر ځای ووژل شول او لږ تر لږه ۴ تنه نور ټپیان شول.»

دغه ځواک د وژل شویو پوځیانو نومونه تنه صدام، سمیع او باسر ښودلي دي.

مستونګ:
د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي چې جنګیالیو یې د چهارشنبې په ماسپښین، د مستونګ په علیزۍ بای پاس سیمه کې یو پاکستاني سرتېری هغه مهال په نښه کړ، چې پر بایسکل خپل کمپ ته روان و.
په دې برید کې صفیر، چې د پنجاب د چکوال اوسېدونکی و، سخت ټپي شو.

پنجګور:
په یوه بله حمله کې، د BLA جنګیالیو د فبرورۍ په ۱۰مه د پنجګور د پروم داز په سیمه کې د پاکستاني پوځ پر اکمالاتي وسایطو برید وکړ. د برید په پایله کې دواړه وسایط ویجاړ شول، خو موټر چلوونکي تر خبرداري ورکولو وروسته خوشې شول.

د پاکستان پوځ د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ادعاوو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...