تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۵ مه) ټاکل شوې ده چې د طالبانو یو شمېر مخالفان راتلونکې اوونۍ یو وار بیا د اتریش په پلازمېنه ویانا کې راټول شي.
دا به د طالبانو د مخالفانو د ویانا د پروسې پنځمه غونډه وي چې د لوېدیځوالو په مالي ملاتړ د اتریش په پلازمېنه کې رایوځای کېږي.
دا دوه ورځینۍ غونډه د فبرورۍ په ۱۸-۱۹ جوړېږي.
د غونډې برخوال او تنظیموونکي وايي چې دا ځل به په دې کنفرانس کې د۵۰ افغان ډلو استازي او ۱۰۰ مطرح شخصیتونه ګډون وکړي، څو د طالبانو د حکومت د بدیل د موندلو لپاره، یوې ګډې سیاسي نقشې ته د رسېدو لپاره د عملي اقداماتو پر سر بحث او نظرونه تبادله کړي.
د ویانا د پروسې په تېرو غونډو کې داسي متنازع کسانو ګډون کړی چې وروسته دوی په خپله یو بل نفي کړي دي.
له ۲۰۲۱ کال راپه دې خوا، چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، د ویانا پروسې څلور غونډې جوړې شوې دي، چې د اتریش د نړیوالو چارو انستیتیوت یې کوربهتوب کړی دی.
د دې پروسې څلورمه غونډه د ۲۰۲۴ کال په جولای کې وشوه، چې پکې ګډونوالو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي نه کړي.
د دې غونډې په وروستۍ اعلامیه کې د دوحې پر درېیمې ناستې نیوکه وکړه ځکه چې په هغې کې یوازې طالبانو ګډون درلود.
د اتریش د پروسې په تېرو څلورو غونډو کې داسي هیڅ د پام وړ پرېکړه ونه شوه چې د افغانستان پر وضعیت اغېز ولري. له همدې کبله د چارو شنونکي وايي چې دا ځل هم له دې غونډې هیڅ تمه نه شی کېدای.
دا ټول غله چورواکی زورواکی او دشر او فساد مکروب او د پردیو غلامان وطن خرڅوونکی بی ناموسه رزیل مخلوق چی هیڅ شرم حیآ نلری دوی دتل لپاره ورک دربدره او ذلیل به وی
د افغانستان خلک وایی : آزموده را آزمودن خطاست.
دغو جنګسالارانو تر 70 زرو ډېر بېګناه افغانان یواځې د کابل ښار کې او تر یو نیم میلیون ډېر په ټول افغانستان کې ووژل . ښارونه ، لویې لارې ، عامه تاسیسات ، روغتونونه ، ښوونځي او هرڅه یې وران کړ.
د افغانستان ملي پوځ یې ویجاړ او تر پنجاب قربان کړ.
دوی هم ترهګر دي ، هم ورانکاري ، هم غله ، لنډغران او بدماشان . که د هر هېواد داسې فالتو مشران او تروریستان په کار وي . په یوټیوب کې یې د یونس غیر قانوني خبرې ښه ثبوت دی. د افغانستان د اکثریت مظلومو خلکو له خوا ورته تحفه او بخشش دي ، خو لطفا مونږ ته یې بیا مه رالېږئ.