شنبه, فبروري 1, 2025
Homeخبرونهپاکستان د افغان کډوالو د ایستلو نوی پړاو پیلوی

پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو نوی پړاو پیلوی

تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۳مه) د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان حکومت، د افغان کډوالو په ډله ییز ډول د ډېر شمېر افغان کډوالو د ایستلو نوی پړاو پیلوي. دا پرېکړه تازه د پاکستان حکومت کړې ده.

د دې پلان لومړی پړاو هغه افغان اتباع مستقیماً له اسلام‌آباد او راولپنډۍ څخه افغانستان ته شړي، چې د قانوني استوګنې اسناد نه لري یا د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکي دي. د ACC کارت هغو افغان اتباعو ته ورکول کېږي، چې په پاکستان کې د قانوني مهاجرو په توګه پېژندل شوي دي.

په دوهم پړاو کې، د راجسټریشن د ثبوت (POR) کارت لرونکو افغانانو وضعیت ارزول کېږي. د پاکستان فدرالي کابینې دوی ته د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې پورې د پاتې کېدو اجازه ورکړې، خو هغوی به هم له اسلام‌آباد او راولپنډۍ څخه ایستل کېږي. د پاکستاني چارواکو د راپور له مخې، شاوخوا ۱.۴۵ میلیونه افغانان د POR کارتونه لري.

همداراز، هغه افغان اتباع چې دریمګړو هېوادونو ته د تلو په تمه دي، د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې به له اسلام‌آباد او راولپنډۍ شړل کېږي. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، ګڼو افغانانو ګاونډیو هېوادونو ته پناه یوړه، په دې هیله چې دریمګړو هېوادونو ته به ولاړ شي.

صدراعظم شهباز شریف د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې، چې په اسلام‌آباد کې له لوېدیځو سفارتونو سره همغږي وکړي، څو دا کډوال خوندي انتقال شي. که دا کار ترسره نه‌شي، هغوی به بېرته افغانستان ته واستول شي. حکومت همداراز هڅه کوي، چې دوی بیا پاکستان ته ستانه نه‌شي.

1 COMMENT

  1. بلکل به د افغانانو د را ایستلو پلان لري. ځکه وخت یې دی سور ژمی او د افغانستان یخنۍ د پاکستان د پوڅ او حکومت له دې پرته بل کار څه دی. پرته له دی چې افغانان وځوروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب