پنجشنبه, اپریل 24, 2025
Homeخبرونهعربي هیوادونو مصر او اردن ته د غزې د اوسیدونکو له لېږدېدو...

عربي هیوادونو مصر او اردن ته د غزې د اوسیدونکو له لېږدېدو سره مخالفت وکړ

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۴ مه) عربي هېوادونو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه وړاندیز رد کړ چې فلسطینیان له غزې څخه ګاونډیو هېوادونو، مصر او اردن ته ولېږدول شي.

مصر، اردن، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، د فلسطین خپلواکه اداره، او عرب لیګ د شنبې (سلواغې ۱۳) په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، دوی که په غزه کې وي او که په لوېدیځه غاړه کې له هر هغه پلان سره مخالفت لري چې د فلسطینیانو بې‌ځایه کېدو ته لاره هواره کړي.

دوی خبرداری ورکړی چې دا ډول پلانونه نه یوازې د سیمې ثبات ګواښي، بلکې د شخړې د پراخېدو خطر لري او د سولې او ګډ ژوند فرصتونه کمزوري کوي.

دا اعلامیه په قاهره کې د مصر، اردن، سعودي عربستان، اماراتو او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته خپره شوې، چې پکې د فلسطیني ادارې جګپوړي چارواکي حسین الشیخ او د عرب لیګ عمومي منشي احمد ابوالغیط هم حاضر وو.

ټرمپ د فلسطینیانو د لېږد وړاندیز د جنورۍ په پای کې مطرح کړ، خو عربي هېوادونو رد کړ، او ټینګار یې وکړ، چې دوی د امریکا له حکومت سره د عادلانه سولې د ترلاسه کولو لپاره، د دوو دولتونو د حل پر اساس، همکارۍ ته چمتو دي.

دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د غزې د بیا رغولو لپاره پلان جوړ کړي، څو فلسطینیان په خپله خاوره کې پاتې شي.

ډونالډ ټرمپ د سلواغې په ۷مه خبریالانو ته ویلي و چې اردن او مصر باید فلسطینیانو ته ځای ورکړي. هغه ویلي و، چې د غزې د ۲.۳ میلیونه نفوس د لېږد امکان “موقتي یا دایمي” دی.

خو دا وړاندیز د اردن او مصر د چارواکو له مخالفت سره مخامخ شو. د مصر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې مصر د فلسطینیانو د “موقتي یا دایمي” بې‌ځایه کېدو مخالف دی.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي هم ویلي، چې دا وړاندیز “د منلو وړ نه دی”، او د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي وویل چې د فلسطینیانو د لېږد په اړه د اردن دریځ “ثابت او نه بدلېدونکی” دی.

مصر، اردن، او فلسطینیان اندېښنه لري، که فلسطینیان غزه پرېږدي، اسراییل به هغوی ته د بېرته ورتګ اجازه ورنه کړي.

همداراز، مصر او اردن وېره لري، چې د فلسطیني کډوالو پراخ ورتګ به د دوی کمزوري اقتصاد او دولتي ثبات ته زیان ورسوي.

اوس مهال په اردن کې تر دوو میلیونو ډېر فلسطینیان مېشت کړي، او مصر خبرداری ورکړی چې د فلسطینیانو پراخ انتقال سینا ټاپووزمې ته، چې له غزې سره پوله لري، جدي امنیتي پایلې لري.

1 COMMENT

  1. د جورج واشنګټن څخه نیولی تر ټرامپ پوری د امریکا هر سیاستمدار، نظامی، شتمن، صنعتګر، مخترع او….ټول دجّالان وه او دجّالان دی البته ددې دجّالانو پالان کړی خر همدا ډالر او رسنۍ او هالیووډ او……. دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د زړه سفر – د اصحاب الکهف غار ته | سیداحمدشاه سادات

د حضرت شعیب علیه‌السلام له مبارکې مقبرې چې راووتم، د زړه په کُنج کې یو پټ غږ راپورته شو. دا غږ نه د باد...